لیلة القدر
لیک: س، سیرت
دروژې په مبارکه میاشت کې دلیلة القدر دشپې فضیلتونونه دومره زیات دي چې په یوه، دوه یا څولیکنوکې نه پوره کیږي که په دې کتابونه ولیکل شي بیابه هم کم وي ځکه ددې مبارکې شپې دفضیلتونو یادونه په قرآن کریم کې شویده پوره سورت پرې نومول شويدی حکيم الامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله ددې مبارکې شپې په اړه پوره تفصیل کړی دی فرمايي چې قرآنکریم دقدر په شپه کې نازل شویدی ځکه دا د روژې مبارکه میاشت دقدر میاشت ګرځیدلې ده او دکال د۱۱میاشتو ېې فضیلتونه زیات دي الله تعالی ددې مبارکې شپې په باب فرمايي:
إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ
قرآن د قدر په شپه کي نازل کړى دی يعني قران کريم د لوح محفوظ څخه ددنيا و اسمان ته د قدر په شپه کي نازل شوى دى ددغه شپې لپاره دومره فضيلت بس و چي دومره لوى د عظمت کتاب په دغه شپه کي نازل شوى دى خوددې فضیلت ترڅنګ چې په دی مبارکه شپه کې نازل شوی په دې شپه کي نور فضيلتونه هم شامل دي الله جل جلاله فرمايي .
:
وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ
تاته څه معلومه ده چي دقدر شپه څومره لوى شى ده او څومره فضيلتونه پکښي شته وروسته الله ددغه شپي په اړه فضيلتونه بيانوي الله تعالی په خپل قرآنکریم
لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ
د قدر شپه تر زرو مياشتو بهتره ده يعني ددې شپې عبادت تر زرو مياشتو تر عبادت زيات دى دا هم نه ده معلومه چي زياتوالى به څومره وي.
تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ
په دې شپه کي ملائکي راکښته کېږي
الله تعالی چې په دې شپه ملایکو ته له اسمانه ځمکې ته د راکښټه کیدا امر کوي هغه ددې لپاره چې دا شپه ډیره مبارکه شپه ده او مسلمانان چې په دې شپه عبادات وکړي ملایک به پرې دلله له لورې رحمتونه وروي.
وَالرُّوحُ فِيهَا
او روح القدوس يعني جبرائيل علیهم السلام هم په دې شپه راکښته کېږي مفسرينو په دې ځآی کې روح دجبرايل علیه وسلام څخه عبارت کړیدی دجمهورو علماوو نظر دادی چې د روح څخه جبرائيل علیه السلام مراد دی ددې نه دا څرګنده شوه چې دلیلة القدر شپه کې چې څومره فضیلتونه دی هغه دومره زیات دی چې بیان ېې په څولیکنو کې نه شي کیدای.
داچې دا مبارکه شپه د رمضان المارک په وروستیو لسو شپو کې ده نو وروستۍ لسو درې شپوکې ۲۹شپه هم طاق ده چې که یو بختور انسان ته الله ددې شپې دلیدلو توفیق ورکړي نو داڅه فضیلتونه چې یاد کړل شول دابه ېې په برخه شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*