د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت دالحاج امام الدین ساپي ‌ د مبارکۍ پیغام

دافغانستان په داخل اوبهرکې ټولو افغانانواسلام علیکم ورحمة الله وبرکته!
د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو افغانانو په داخل دخپل ګران هېواد او که په بهرکې یاست په پښتنه مینه درته د زه له تله دکوچني اخترمبارکي وایم، لاس په دعایم چې الله رب العزت مو په پوره اخلاص نیولې روژې، ترا ویح او ټول کړي عبادتونه داسې قبول کړه لکه څرنګه چې ېې الله دخپلوروژه نیوونکو مسلمانانو سره وعده کړیده.
هو ګرانو هېواد والو! دا اخترهم پرمونږ په داسې وخت کې رادبره شو چې دتیر و اخترونو په څیرمو دالله دلیارې مجاهدین دخپل ګران هېواد دازادۍ لپاره قربانۍ ورکړی خوترڅنګ مو زیات شمیر هېوادوال دبهرنیونیواکګرو لخوا په ډیره بې رحمانه توګه شهیدان کړل شول چې کورنیوته ېې د زړنو صبر غواړم.
قدرمنواوپتمنو هېوادوالو!
زمونږ دعقیدې، خاورې دود او کلتور دښمنان دتیر په څیر غواړي چې داخترونو دخوښیو پرځاې مو دغمونو پرټغرونو کښینوي او خپل وحشت ته دوام ورکړي خو لله الحمد کفن پرسر افغان مؤمن ولس دخپل ګران هېواد دښمنانوته هم په خپل میړانه او سرښندنه دسرپه کاسه کې اوبه ورکړي او له دې پاکې اوپتمنې خاورې څخه ېې تیښتې ته ړکړل، ان شاء لله هغه ورځ راتلونکې ده چې په بشپړه توګه به په ګران افغانستان کې دشهادتونو او وینو په ورکول سره کامله ازادي را په برخه کړل شي
د ساپی پښتو څیړنو اوبراختیا مرکز بنسټوال
الحاج امام الدین ساپی جرمني

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*