نن په هېواد کې دکرونا۵۸۱ پیښې ثبت شوي

په افغانستان کې چې په ګرځبندیز کې نرمې راغلي دکرونا وایرس پیښې زیاتې شویدي داسې ښکاري چې بې سارې ډېروالی پکې راغلی دی .
د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد ۲۱ ولایتونو کې د کرونا وایروس ۵۸۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ډېری یې کابل کې دي خوتر کابل وروسته پکتیا د ۱۳۴ نویو مثبتو پېښو په ثبت سره په دویم ځای کې شتون لري.
له دې تازه ۵۸۱ مثبتو پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو شمېر ۷،۶۵۳ ته ورسېد.
د راپورونو په اساس په یوشمیر سیموکې خلک دکرونا دبندیز څخه سرغړونه کوي چې که دا سرغړونې دوام وکړي دکرونا وایرس به په بې ساري توګه زیات شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*