لیلة القدر

لیک: س، سیرت
په دی مبارکه روژې میاشت کې هره ګړۍ دعبادت ده چې څومره دچا په وس وشي عبادت دی کوي لکه څرنګه چې مبارکه روژه ترنورو وختونو او میاشتو دعبادت لپاره غوره او بهترینه میاشت ده دا ډول په دې مبارکه میاشت کې یوه شپه ده چې هغې ته لیلة القدر یانې دقدر شپه وايي په دی شپه کې بې شمیره فضیلتونه دی ، په دې شپه کې عبادت د بختور انسان په نصیب کیږي او په دې شپه کې چې یو پرهیز ګار بنده باندی الله مهربانه شي دا شپه ګوري چې هرسوال الله ته وکړي الله ېې قبلوی .
په ډې مبارکه میاشت کې وروستې ورځې دقدر دشپې دي اکثر علماء کرام فرمايي چې دا شپه د روژې په ۲۷لیدل کیږي ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چې په ورستیو لسو طاقو شپوکې ددې مبارکې شپې دلیدلو پسې کوښښ پکار دی .
د لیلة القدر دشپې زیات فضیلت پدې کې دی چې دا مبارکه شپه څرګنده نه ده خو دمبارکې روژې په وروستیو لسو ورځې کې ده
دروژې مبارکي میاشتې هره لحظه دبرکت او فضیلت ده او څوک چي دلیلة القدرپه شپه کي عبادت وکړي داسي ثواب لري ګويا تر دري اتيا کالو او څلورو مياشتو زيات عبادت يې وکړى .
دلیلة القدر دشپې دبرکتونو او فضیلت دزیاتوالي حسا ب نه دی معلوم ځکه دا د الله جل جلاله لوى انعام دى چي د قدر شپې عبادت کونکواولیدونکو ته يې ورکوى په درمنثور کي يو حديث راغلى دى چي انس رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانقل کړى دى هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : الله جل جلاله زما امت ته د قدر شپه ورکړى ده نورو امتو ته يې نه وه ورکړى
په دې اړه مختلف روايتونه راغلي دي يو دادى چي د نورو امتونو عمرونه ډير وه او د نبي صلی الله علیه وسلم د امت عمر لږ وو او ددې امت د نيکو عملونو اندازه د هغو سروه برابرول ممکن نه وه نو د نبي صلی الله علیه وسلم چې دالله جل جلاله نازولي پيغمبرؤ امت ته ېې دلیلة القدر شپه ورکړه چي د امت د نيکو عملونو اندازه يې د نورو امتونو سره برابره شي.هغه سړى به ډير نيکمرغه وي چي په دغه شپه عبادت وکړي که څوک وروستۍ لس شپېغ عبادت وکړي نو عبادت يې تر اتو سوو درو ديرشو او څلورو مياشتو زياتيږي . په يوه روايت کي راغلي دي چي نبي صلی الله علیه وسلم دیوې وینا له مخې داشپه دزرو میاشتو دعباداتو سره برابره ده . .
بیګاته دمبارکې روژې ۲۷مه ده چې که چاهم په ډې وروستیو شپو کې په پوره اخلاص سره دالله عبادت وکړ نو داشپه چې په طاقوکې شپوکې راځي ورپه برخه کیږي ددې مبارکې شپې لیدل لکه څرنګه چې نوم لیلة القدر دی دا ډول ېې عبادات او لیدل دقدر دی دنیکانو بندګانو عبادات الله تعالی نه ضایع کوی او هرچا چې په ریښتینې توګه دالله بندګي وکړه د اډول دقدرشپې به ېې په نصیب کړل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*