طالبان په خلکوکې ریښې لري

ارواښاد قدرت الله حداد
د ۲۰۰۶م کال دسپتمبر د یووولسمې پنځم کال ډیري خبر رابرسره کړي او دانګلستان صدراعظم چې دوېم بش شوی ؤدخپل ګوند دکلکو نیوکو سره مخ شوا او دی ته اړشو چې له کاله مخکې خپله څوکۍ پریږدي.
دحامد کرزی او جنرال مشرف تاریخي روژه ماتی:
څه ښکلی مسلمانان دی چې روژه له بش سره یوځای ماتوي،آیا مسلمانان به دا ومني چې بش له مسلمانانو سره ډیره مینه لري؟ که څه هم هرکال دا کار دروژې په میاشت کې ترسره کوی یا داروژه ماتیوي او ګل ګل مسلمانان وربولي.
خبره مشرف په چمتو کولو کې ده چې دپاکستان دمسلمان ملت د خورولو لپاره یو ګام اوچت کړي او هغه خوشحاله کړي، دپآکستان ملت پوهیږي چې دوی دپاکستان په روان عمر کې دیمرکراسي ونه لیده له بلې خوا پاکستان داسلام په نوم جوړشوی دی چې جنرال ضیا الحق د اسلام کلا نومولای .
یوسړي خبلو زامنوته وویل : راځئ چې یو برج جوړ کړو زامنو ېې وویل پلاره خټګر راولو پلار ېې وویل خټګر ته اړتیا نه شته پخپله ېې جوړوو، دوې چې پېل کړه اوبرج څه جګ شو ګوري چې دبرج خوله شواړه شوی او غورځیدته نژدی ده نور پلارته ېې غږ کړ پلاره راشه دا وګوره پلار ګوري چې برج راغورخیږي ، نوزامنو ته ېې وویل زامنو دا برج نه شو لرګي پرې واچوئ کاهدانه (دبوسو کوټه ) ېې کړئ.
افغانستان او پاکستان دواړه همداسې دي کرزی او مشرف بش ته احوال ورکړي چې دبش ورځې لنډیږي او کیدای شی چې ورسره ېې ومني ، چې برج نه شو نو لرګي پر واچوی کاهدانه ېې کړی.
دناتو جرګي ته امریکا ویلي چې دوه نیم زره نور عسکر او سل چورلکي او الوتکی افغانستان ته ولیږي خو دناتو غړی هېوادونها دغه موضوع خپلې ولسی جرګې ته وړندی کوي چې هغوی ېې ومنی بیا به داکار کیږي.
دیته وايي لور پرلوټی تیره کول.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*