د غني -عبدالله ترمنځ جوړجاړي دناکامو تجربوتکراردی

اشرف غني او عبدالله له درې میاشتینې کړکېج وروسته تېره ورځ سیاسي هوکړه لاسلیک کړه، چې عبدالله دسولې د شورا مشر او دسولې اړوند ټولې چارې به ورپه غاړه وي، خو طالبانو لکه څرنګه ېې چې دبرهان الدین رباني په مشرۍ کې دافغان حکومت لخوا علان کړل شوی سوله ناکامه بللې وه دا ډول ېې دعبدالله په مشرې کې د سولې په اړه ویلي چې دا دناکامو تجربو تکراردی .
دطالبانو دسیاسی دفتر مشر سهیل شاهین په ځپل ټویټر پاڼه کې ویلي افغان جهتونه باید د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د افغانستان د ستونزې حل د دوحې د تړون په عملي کېدو کې نغښتی دی نوموړی زیاته وي وايي:
د سولې په وړاندې د خنډونو له جوړېدا باید ډډه وشي، او د بندیانو د خلاصون بهیر د پای ته ورسېږي، تر څو ژر تر ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي. افغان حکومت د طالبانو د دې څرګندونو په وړاندې تر اوسه څه نه دي ويلي دابه وروسته څرګنده شي چې عبدالله او اشرف غني دجوړجاړي وروسته د طالبانو په مقابل کې څه ځواب وايي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*