اندرابي:طالبانو پسرلني بریدونه پیل کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د ملي امنیت سرپرست ضیا سراج او د افغان پوځ لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري د طالبانو په ضد د تعرضي عملیاتو په اړه معلومات ورکولو په اړه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې طالبانو پسرلني عملیات پېل کړيدي
یادو کسانونن په کابل کې یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د تعرضي عملیاتو د پیل په اړه وویل طالبانو پرته د اعلان څخه خپل سږني پسرلني عملیات پیل کړي او افغان پوځ به ېې مقابله کوي.
جنرال وزیري وویل مدافعه د جنګ یا محاربې هغه ډیر مجبور وضعیت دی. د جمهور رئیس غني له خوا د تعرضي عملیاتو د امر وروسته په ټول افغانستان کې تعرضي عملیات پیل شوي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*