اعتکاف

لیک: س، سیرت
دمبارکې روژې هره ورخ ځانګړتیاوی لری له سهار سپیده داغه نیولې تر ماښام روژه ماتي پورې الله تعالی خپلو بندګانو ته د ګناهونو دعغوه کولو زمینه برابره کړیده خوشبخته انسان هغه دی چې په دی مبارکه میاشت کې دځان لپاره د ګناهونو دمعاف کیدا فرصت څخه ګټه پورته کړي دالله درحم او کرم لایق وګرځي.
هغه انسان چې ټوله ورځ ېې په کامله توګه روژه نیولي وي ټوله ورځ ېې په عبادت کې شمیر ل کږی خو روژه ماتی ېې بیا بېل مقام لري هغه خوښي چې په روژه ماټي کې روژه نیوونکي محسوسه وي په نورماښآمونوکې نه وي دا یواځې او یواځې د روژې برکت وي چې ټرټولو غریب بنده وي خو روژه ماتي کې دخپل رب العزت څخه خوښ وي همدا رنګه په روژه کې عبادات هم د نورو وختونوسره توبیر لري دمبارکې روژې عبادات جدا جر اوثواب ېې زیا ت دی ځکه چې اجر او ثواب ېې الله پخپله ورکوي.
په روژه مبارکې ترټولو بهتر عبادت اعتکاف دی چې دنیک بنده په نصیب کیږی او دټول عمر خوشحالي ورته الله تعالی ورکوي،همدا اعتکاف چې په روژه مبارکه کې ېې فضیلت او اجرثواب زیات دی په څلورډول ده
لومړی سنت اعتکاف: سنت اعتکاف دا ډول اعتکاف کول د رسول الله صلى الله عليه وسلم له له کفايي سنتوڅخه دى دسنت والي دليل يې دادی چې رسول الله پرې دوام کړى دى. له بي بي عائشې رضي الله عنها څخه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان په اواخرو کې اعتکاف کاوه آن ترهغې چې وفات شو. متفق عليه
دويم: مستحب اعتکاف ، داهغه اعتکاف دی چې له مخکې نيو دواړو ډولونو څخه غير دی ،دا ډول اعتکاف دلږ وخت لپاره هم روا دی دهرچا د وس مطابق دی چې څوشپې ورځې اعتکاف ته کینې .
درېم نذري اعتکاف: دا هغه اعتکاف دی چې نذرېې منلی وی دا نذر چې ومنل شی پرې اعتکاف واجب شي
همدا نذري اعکاف بیا په دوه ډوله دی یو معین وخت چې نیټه ورته ټاکل شوی وی چې په کومو شپو ورځو کې به اعتکاف ته کښینم.
څلورم غیرمعین اعتکاف: په غیرمعین اعکاف کې وخت ټاکل شوی نه وی چې په کومه نیټه به اعتکاف ته کښینم خو په نذري اعتکاف کې به د سنت اعتکاف په څیر روژه نیسې په دی خاطرچې اجراو ثواب کې زیاتو الی راشي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*