په افغانستان کې د کرونا ۳۴۹ نوې پېښې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي په تېرو څلورویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۳۴۹ پېښې ثبت کړې، چې په دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۴۰۲ ته رسېدلی دی.
په کابل کې یوې مطبوعاتی غونډې ته د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح ویلي تر اوسه په هېواد کې د کورونا وېروس له امله ۱۶۸ کسان مړه شوي او ۷۷۸ رغېدلي دي.
نوموړي وویل، په وروستیو کې یې په ټولنه کې د کورونا وېروس ډله ییزې پېښې موندلې، هغه که د پوره یوې کورنۍ وي یا دفتر کې د کارمنو، ده ویلي چې دمخه به یوه یوه او دوه دوه پیښې ثبت کیدلي خو اوس دا وایروس په ډله ییزه توګه خپریږي..
مجروح وايي، عادي حالت ته د ستنېدو درې پړاوونه یې ټاکلي، درې میاشتنی، یو کلن او تر یوه کال ډېر وخت، چې تر یو کال وروسته به د لږو کسانو څوتنیزو غونډو ته په نسبي ډول اجازه ورکړي ..

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*