دسوله کوونکو سره دجګړې اعلان

سرلیکنه
تیره ورځ اشرف غني خپلو پوځیانو ته اعلان وکړ چې د دفاعي حالته راووځي او دطالبانو په مقابل کې په جګړه لاس پورې کړي همدا غږ ېې نور ترې راچاپیره حکومتوال هم کوي خو دا درک نه شي کولای چې جګړه دچاسره کوي؟ ، دجګړې عوامل څوک دي؟ دجګړې لپاره اسباب چابرابر کړي؟ او څوک دي چې په یوه اوبل نوم دجګړې اورته لمن وهي بیاېې پرافغان ولس دامن اوسولې پرخای دجګړې زمینه برابره کړیده .
په دې وروستیو کې چې دکابل مرکز، ننګرهار، لغمان او پکتیا کې بریدونه وشول هغه څه پټ بریدونه نه دي هرڅه ېې ښکاره دي خو اشرف غني په ځایی ددې چې په واقعیتونو اعتراف وکړي خپلو هغو پوځونو ته ېې د جګړې دپېل اعلان وکړ چې په وار وار د وسله والو طالبانو سره دجګړې په ډګرکې دماتې سره مخ شوي او بیاېې بهرنیوالوتکو غچ له ملکي وګړواخستې دی.
په ډې پوره بحثونه وشول او شاید اشرف غني هم ترې پوره خبر وی خو دسولې له منځه وړلو لپاره ېې چې دجګړې اعلان وکړ دا یوشعوری اعلان دی، داپه خوله کې ورکړل شوی اعلان دی لکه څرنګه چې غني وايي اړیو چې جګړه وکړو بلکې دیته اړشوی چې دجګړی اعلان وکړي اویوځل بیا هغه هرڅه په سیند لاهو کړی چې دافغان ولس دامن او سولې لپاره په تیرو څو کلونو کې ترلاسه شویدي.
طالبان په ښکاره توګه وايي چې بریدونه مونږ نه دی کړي بلکې غندلی ېې دي هغه چا چې بریدونه کړی خپله پرې افغان چاوراکو اعتراف وکړ چې داعش دخپلو نیولوغړو غچ واخست خو پرخای ددی چې غني واقعیت ته مخه کړي یوځل بیا ېې په افغانستان کې جګړې ته خپل هغه پوځونه چې نور دجګړې ستړي دی پرې ېې غږ وکړ.
سره له دی چې طالبانو په هېواد کې د ورستیو بریدونو سره مخالفت ښوولې اشرف غنی پرځای ددی چې دجګړه مار سره جګړه وکړي د سوله غوښتونکو سره ېې دجګړې اعلان وکړ، ددې نه داڅرګنده شوه چې یاخو ورته یواځې په افغانستان کې د جګړې دجاري ساتلو امر شویدی او یاېې دسوله خوښو او جګړمارو ترمنځ د درک احساس له منځه تللی دی .
دافغانستان مسئله په دی نه حل کیږي چې حکومت دی طالبان ګواښي او طالبان دی حکومت ګواښي، د مسئلي دحل یواځنۍ لار داده چې حقیقتونه سر شریک کړل شي او هغه عوامل له منځه یوړل شي چې دسولې دهڅو دوام ېې ټکنی کړی اوبیا په افغانستان کې نسبي امن په مرګانۍ جګړه بدلوي ددې لپاره غور پکاردی او اشرف غني باید سوله غوښتونکي او جګړه مار وپیژني د جګړه پرځای دی دسوله غوښتونکوسره دجګړې اعلان او ګواښونه پریږدي.
امریکا او افغان حکومت دواړه باید سولې او په قطرکې شوی موافقې ته ژمن وي، دوې که په افغانستان کې امن غواړي دجګړې پرځای دی سولې ته زمینه برابر او دسولې غږ دې پورت کړي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*