که داسې وي افغانستان کې سوله نه راځي

ارواښاد قدرت الله حداد
پښتانه قانع خلک دی وايي پړمی که مړمې که ، که داڅه دامریکا ېي شرابو مستي ده
نشته ېې نه الوځی او وایه لوځی سد به مو سرته درشي.
پنجشیری مسعود مو اساسی قانون کې منډلای دهغه خو ند به درته څرګند شي او دا ډیر مهال نه غواړی په یوولسم دسپتمبر ۲۰۰۶ م بش رمز فیلدډ او دیک چیني کیسه وکړه چې مسلمانان غواړی د دوی د ژوند لاره بدله کړی د رحمان بابا دیوان زمونږ نیکه حضرت میر ویس بابا هروخت لوستې او مونږ به ېې هم لولو
وګورئ چې څه وايی:
هرسایل چې سوال دنان کړی له فلکه
ګویا غواړي په کچکول کې وږمکه
له اسمانه چې څوک تمه د وفا کا
دغه تمه ېې طاعون ګڼه بې شکه
له بارانه سره هسی ږلۍ ووري
چې هر زخم ېې بد تر وی تر ټوپکه
که په چاېې شفقت ورحمت وي
ظلم جور به ېې تیروی تر اوزبکه
موړ به نه شي هیڅ سړی بې قناعته
که ېې خونه وی په سیم وپه زردکه
د درا زې اندیښنې مه کړه رحمانه
د دنیا چاری په تله دی تر دمکه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*