اعتکاف

لیک: س، سیرت
زمونږ دخوشبختو او الله ته دنږدی بندګانو مسلمانانو ورونو بیګانۍ شپه په اعتکاف کې وه څومره خوشبخته انسانان دي چې د مبارکې روژې په میاشت کې ېې الله ته د نږدیوالي وسیله اعتکاف په نصیب شو او که ژوند ؤ ترلسو ورځوپورې به دوې په جوماتونو ځآنله په ګوښه ځایونوکې په اعتکاف کې ناست وي الله تعالی دې ددې خوشبخته کسانو ټول عبادات په خپل دربارکې قبول کړي.
الله تعالی ته د نږدیوالي لپاره یواځنۍ لار هغه ذات ته دخپلې بندګۍ ثبوت دی چې هغه په ذکر،تقوا او عباداتو سره کیږي دالله دنږدیوالي لپاره غوره میاشت درمضان المبارک میاشت ده په دې مبارکه میاشت کې هغه څوک چې په عباداتو وتوانیږي هغه دالله تعالی خوشبخته کسان دي چې د عفوی او رحمت لپاره ورته الله تعالی دعباداتو توفیق ورکړ.
په قرآن کریم کې الله تعالی فرمايي:( وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي المَسَاجِدِ) ددې ایات مبارک نه دا ثابته شوه چې د روژې په میاشت کې باید روژه نیوونکي د زیات عبادت لپاره اعتکاف ته کښینې ا ودالله په عباداتوکې دومره ډوب او مشغول شي چې یواځې دخپل ځان نه بلکې د ټول کلي او ټول امت مسلمه لپاره دالله څخه دبخښنې دعاوی وغواړي.
حدیث مبارک دی: عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلى الله عليه و سلم كان يعتكف العشر الأواخر من رمضان حتى توفاه الله عز و جل ثم اعتكف أزواجه من بعده رواه مسلم
زمونږ لپاره دژوند قانون اسماني کتاب قرآن کریم او د رسول الله صلی علیه وسلم احادیث او دهغه تګلاره ده

رسول الله صلی الله عليه وسلم درمضان المبارک په وروستنيو لسو ورځوکې اعتکاف ترسره کاوه ترهغې چې دامبارک وفات شو بيا دده مبارک له وفات څخه وروسته ېې ميرمنو (پاکو بی بیانو)د اعتکاف دا مسنونه طريقه تر سره کوله
چې تر نن ورځې پورې مونږ ته د ا مسنونه طریق را روانه، مونږ پرې عمل کوو موږبایدپدې خوښ اوسوچې الله تعالی ته دنږدیوالی لار راته راپیرزو شویده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*