د مرموزې سولې په سیوري کې مرموزه جګړه

سرلیکنه
تراوسه پورې افغان ولس په دې ونه پوهول شوچې دیوشمیر هېوادونو ترڅنګ په قطرکې ېې برخلیک څه ډول ټاکل کیږي، سوله په کومو شرایطو، په کوم ډول ، په کوم تړون او په کوم باور سره کیږي بې شمیر ې غونډې وشوي خو افغان ولس ېې په رمز پوهه نه کړل شو، خپله امریکايي رسنیولیکأي ډیر څه شته چې دښکاره کولو نه دي ،دامریکا يي مرکچیانو او طالب استازو ترمنځ ناستې وشوي، بیابیا وځنډیدی، بالاخره موافقې وشوې، خبري رسنیو ېې یوڅه ښکاره کړل خو داچې سوله به څرنګه کیږي ، اوپه کوم بین المللي معیار او باور په منځ کې هیڅ نه شته دا ډو سوله به تراوسه چا په تاریخ کې نه وي لیدلي .
طالبان که هرڅو ځانونه مخلص کړي او په خپل اخلاص قدمونه پورته کړي خو مقابل (امریکا) افغان ولس ته اخلاص نه لري، یوهېواد چې دبل هېواد په پاک حریم پوځي تیرې وکړي هرڅه ېې دخاورو سره خاورې کړي له هغه څخه د سولې دمنلو او امن پرخای کولو تمه تش خیال دی ، له هغه دا تمه چې په افغانستان کې به بیا امن راشي خوب لیدل دي، له هغه چې په کړو ژمنو به پاټې شي ځان او افغان ولس ته دوکه ورکول دي، داهغه امریکايي لوبې اوسیاست دی چې په نړۍ کې ۱۴هېوادونه دامریکا دسیاست ښکار شويدي او تراوسه پورې ېې ولسونوامن نه دی لیدلی ، تراوسه پورې ېې ولسونه په ډول ډول جګړو کې راګیړدی .
په قطرکې دسولې په نوم موافقه وشوه خو په عملې کیدا کې ېې هیڅ نه شته هغه څه چې دامریکا سره ویل شوي وو پرځای پاتي دي، امریکا چې په کومو هېوادونو نظامي او سیاسی لوبې کړیدي پرهغې پوهیدنه پوخ سیاست غواړي او هغ پاخه افغان سیاستوال په یوه اوبل نوم ترخاورو لاندی پراته دي، دهمدې غرض لپاره افغان پاخه سیاستوال ترخاورو لاندی کړل شول چې په افغانانوکې د هېواد او ولس پر ګټو پوهه څوک پاتې نه شي.
سوله روانه خوده مرموزه سوله داسې مرموزه سوله چې بیا ېې جګړې ته لاره وکړه، او ولس په تیاره کې پروت دی، په دې لانه دې پوهیدلی چې دسولې موافقه شوې که معامله؟ هیڅ نه دي پوهه که طالب مرکچیان هرڅه وکړي او هرڅه ووايي پرچا ېې مني. څوک شته چې د امریکايي ټګمارو مخه ونیسي؟ ، څوک شته چې دموافقې او معاملې ترمنځ توپیر په ګوته کړي، امریکا هیڅ وخت په افغانستان کې سوله نه کوي، نه ېې غواړي او نه دسولې فرصت رامنځ ته کوي بلکې فرصتونه له منځ وړي او چې داحالت وې دمرموزې سولې په سیوري کې به مرموزې جګړې ته زمینه برابریږي.
په کابل ، ننګرهار، لغمان او دهیواد په نورو برخو کې بریدونه وشول طالبان وايي زمونږ کار نه دی ، افغان حکومت ېې سره د بې خرته ډالرو په بدل کې په بې شمیره استخباراتو معلوم نه کړه چې بریدونه څوک کوي؟ بیا څوک جګړې ته لمن وهي او بیا څوک دي چې دطالبانو په مقابل کې افغان پوځ ته دبیا عملیاتو زمینه برابره کړه .
اشرف غنی هم بې له دی چې سوچ وکړي د بریدونو عوامل پیداکړی ، بریدګر پیدا کړي ولس ته ېې روښآنه کړي دجګړې میدان دبیا ګرمولو امر ېې ورکړی څه به وکړي تراوسه افغان ولس د ښکاره جګړې په اورکې سوزیده اوس به دمرموزې سولې په سیورې کې په مرموزه جګړه کې سوزي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*