اعتکاف

لیک: س، سیرت
د روژې مبارکه میاشت ټوله د عباداتو او فضلیتونو ډکه میاشت ده په دې مبارکه میاشت کې الله تعالی خپلو بندګانو ته د بخښنې ډیرې اواسانه لارې پرانستې دي چې یوه ستره لار ېې داعتکاف ده په اعتکاف کې هغه عبادات کیږي چې په نورو وختونوکې ېې انسان نه شي کولای یانې په نوور وختونوکې انسان په دومره زیات عبادت برلاسې نه وي لکه په اعتکاف کې، په اعتکاف کې عبادت ته وخت ځانګړی شوی وي یانې له نوور خلکو جدا او دخپل عبادت لپآره دجومات په یوه ګوښه ځای کې ېې ځانله د عبادت کولو زمینه برابره کړی وي خو داچې زمونږدمسلمانانو دعبادت ستر ځای جومات دی او په جومات کې عبادات تر ټولو ځایونو غوره دي نو پکار ده چې په جومات کې یوه ګوښه ځای کې معتکف خپل عبادات پېل کړي.
کله چې داعکاف نوم واخستل شي انسان فکر کوي چې په کوم خاص او ګوښه ځای کې به معتکف ناست وي مانا داچې په ګوښه ځای کې ناستې او مقام ته داعتکاف ځای ویل کیږي او دپځوانو مشرانو هم داسې وینا وې راپاتې دی څوک چې په ګوښه ځای کې کښینې ورته ویل کیږي اعتکاف دی کړی چې له ځآیه نه را ووځي، ددې نه دا څرګنده شوه چې داعتکاف لپاره په جومات کې ګوښه ځای دمعتکف لپاره مناسب دی.
نارینه خوبه په جومات کې دځان لپاره ګوښه ځای برابره کړي خو ښځې بیا په جومات کې دعبادت څخه محرومې دی دوې باید په کورونوکې د ځانونو لپآره ګوښه ځایونه برابره کړي چې په همدې ګوښه ځایونوکې به خپل عبادات او خوراک څښاک یانې روژه ماتې او پیش نومې (سپده داغ مهال خوراک) کوي .

داعتکاف لپاره علماکرام فرمايي چې د مبارکې روژې دمیاشتې په اخرو لسو ورځو کې پکار دی حکم ېې سنت مؤکد کفایه دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند تر وروستي وخته پورې کړیدی او صحابه کرامو به هم په همدې وخت او همدې حالت کې اعتکاف کاوه .
بخاري شریف دحضرت عایشې (رض) په روایت لیکي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو ١٠ لسو وروځو کې اعتکاف کې کيناستلو -وروسته له هغې دده مبارکی بي بيانی هم اعتکاف ته کښيناستلی نو مونږ ته دا لازمه ده چې داسلامي اصولو پربنسټ د مبارکې روژې په میاشت کې داعتکاف په حالت کې خپل عبادات په ګوښه ځای کې سرته ورسوو.
داعتکاف لپاره حکم دادې چې په ټول کلي کې یوتن هم اعتکاف ته کښیني دټول کلي مسئولیت پرې پوره شویدی د معتکف لپاره بې له ضرورته دخپل ګوښه ځایه تلل پکار نه دی اوباید خپل ټول ټاکلې وخت یانې لس ورځې په همدې ځای کې دخپل الله رب العزت د رضا لپاره عبادت وکړي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*