که داسې وي افغانستان کې سوله نه راځي

ارواښاد قدرت الله حداد
څوک کولای شي حکیم تڼیوال او احمد شاه مسعود سره پرتله کړي؟ دواړ په یوه لارکې وژل شوي که څوک حکیم تڼیوال پیژني ، هغه یو استاد و، د ښو اخلاقو خاند و ، دپیسوله پلوه هم څه نا څه ښه و، دجهاد په دوره کې ېې جهاد کاوه او هغه ددې جوګه نه ؤ چې لکه مسعود وژل شوی وای دا کار ځکه وشو، چې حکیم تڼیوال په غلط موقیعت کې دریدلای ؤ.
د مسعود د دفاع وزارت هم خلکولیدلای ، ، دحکیم تڼیوال ولایت او وزارت هم دځمکی او اسمان توپیرؤ، خود حکیم تڼیوال سیاسی موقعیت په همغو غلطو خلکو کې و، چې په خپله سیمه کې ووژل شو.
په کندهار کې ډیر خلک چې دکرزي دوستان ول ووژل شول هغوی سم خلک ول خو ناسم ځای کې ول هرڅوک چې دغله په کالیو کې له غلو سره روان وي بیا ېې خپله ګناه ، خپل وبال شی او په دی کې به ټول برباد شی ، سیاف ، ربانی ، فرید او دوستتم پوهیدلی ، چې داوړۍ نه شړۍ کیږي نو وايي قدرت بیرته دوی ته پریږدئ.
په پښتنوکې متل دی چې وايي زه پور غواړم دی نور غواړي، د ډیرو خلکو پر اند بده خبره داده چې سبابه دوی نه وي او تاوان به ددوی قوم ، زامن او لمسي ورکوي ، ځکه چې د ترکانو او ارمناینو ترمنځ دا کار شویدی.
پښتانه بله خبره هم کوي وايي : د سهار پرلمرچې تود نه شوی د مازدیګر په لمر نه تودیږي پښتانه دخپلو تیرو مشرانو خبروته غوږ ږدي.
داکه امریکا وي ، که اروپا، که دوستم ، سیاف ، رباني ، فرید او نور وي ټول له اصولو سره مخامخ دی او هغه پښتو نولي ده

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*