روژه دفضیلتونومیاشت

لیک: س، سیرت
نن ورځ مو دالله په فضل اوکرم سره ۱۸روژه ده، اودتیرو ۱۷روژو په نیولو سره ددې روژې لپاره هم ښه تیارې لرو الله دې راته ترآخره د ټولو روژو دنیولو توفیق راکړي.
علماء کرام فرمايي چې الله تعالی په محمدي امت زیات رحم کرم کړیدی که څه هم هرنبي دالله لپاره معزز اومکرم دی خو داچې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولين او آخرین یاد شوی دي دنبیانو سالار یاد شوي په دې اساس ېې امت هم ترنورو امتونو معزز دی او دا د الله تعالی خپله پیرزوینه ده چې په محمدي امت ېې کړیده.
دحضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عیله وسلم فرمايلي: زه خپل امت ته پینځه داسې څه عطاکوم چې دمخه امتونو ته نه دي ورکړل شوي،
لومړی: د روژې مبارکې د لومړۍ شپې نه چې مسلمانان دالله د رضالپاره روژه ونیسې پرځان خوراک ، ځښاک بند کړي او خپل عبادات شروع کړي الله تعالی ورته د رحمت په نظر ګوري بیا داور له عذابه څخه بچ وي.
دوېم: یو مسلمان چې له سهار له سپیده داغه دماښآم ترملااذانه روژه ونسیې د روژې دنیولو ټول اوامر پوره کړي د روژه ماتي یا افطاري پرمهال داسې خوشبوي ورکوم چې له مښک او عنبرو بهتره وي .
درېم: هغه مسلمان چې په ریښتینې توګه روژه ونیسې او خپل الله ته عبادات وکړي د داسې انسان لپاره الله تعالی پریښتې مقررې کړي وي چې شپه ورخ استغفار وايي او ددې انسان نیکي لیکي.
څلورم : هغه بنده چې دالله دامر مطابق روژه ونیسې او دروژې په میاشت کې دخپلې بندګې ثبوت په رښتینې توګه ورکړي الله تعالی دد اسې بنده لپاره دخپلې خاصې پیرزوینې لپاره جنت ته امر وکړي چې دې بنده زما امر منلې او ټوله ورځ ېې روژه نیولې ددې بنده لپاره چې درځې او داخلیږي ورته تیار اوسه .
پینځم: کله چې مسلمانان روژه نیسې او دخپل الله ټول اوامر پرځای کړي نو الله تعالی دې روژه نیوونکې بنده ته مکمله بخښنه وکړي او دالله درحم اوکرم لایق شي چې دا ډول بندګانوته نیکبخته بندګان ویل کیږي .
صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې یا رسول الله دا پینځه پیرزوینې د روژې په میاشت کې د لیلة القدر دشپې په برکت وي حضور کریم صلی الله علیه وسلم وفرماي کوم بنده چې ټوله میاشت مذدورې وکړي په آخر کې ورته دمیاشتي مذدورې ورکول کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*