روژه دفضیلتونومیاشت

لیک: س، سیرت
دبدرغزا او ۱۷روژه: نن داسلام په تاریخ کې د روژې ۱۷مه یوه ستره ورځ ده په دې ورځ دحق او باطل دمقابلې تاریخ ښوول شویدی ، دبدر غزا دهجرت په دوېم کال رامنځ ته شوی وه چې د رمضان المبارک دمیاشتې ۱۷ داسلام لښکر (مجاهدین) تر دریو ورځو تم کیدلو وروسته د دوشنبی په ورځ د مدینې منورې پر لور حرت وکړ په همدغه ورځ ر سول الله صلی علیه وسلم پرخپله سورلۍ سپورشو، دبدر دغزا په اړه ډیر معلومات شته خو مونږ همدومره ویلای شوو چې دبدر غزا په دې ډیر مهمه ده چې یو خو د روژې میاشت وه اوبله د بدر غزا ټول غازیان د روژې په میاشت کې روژه په خوله شهیدان شویدي لکه څرنګه چې په روژه کې عبادت مهم دی او اجرا اوثواب ېې زیات دی نو شهادت به ېې څومره بهتروی؟
یوه لنډه یادونه کوو چې دبدر په غزاکې کوم صحابه کرام شهیدان شویدي د هغوې نومونه داسلامی په تاریخ کې ژوندي پاتی دي له حضرت مهجع وروسته په دریم ځل شهادت د حضرت حارثه په برخه شو، ده مبارک په داسې حال کې چې له حوض څخه ېې اوبه څښلې ناڅاپه د دښمن له لورې په غشي دحوض پرغاړه وو یشتل شو او شهادت ېې په نصیب شو.
په انصاروکې دبدر په ورځ لومړی شهید حارثه و ، کله چې دحارثه مور او خور دهغه په شهادت خبرې شوي نومورېې وویل: قسم په خدای ترهغه زه نه ژاړم ترڅو رسول الله (ص) را ورسیږي او له هغه څخه پوښتنه ونه کړم چې حارث په جنت کې دی که یه ؟
کله چې رسول الله (ص) مدینې ته ستون شو نو دحارثه مور غرض وکړ یا رسول الله (ص) ته خبر ېې حارثه زما زړه ته څومره راتیر و؟
ایا هغه به په جت کی وي؟ که داسې وی نو زه به نه ژاړم. که په اورکې وي نوزه به چغو چغو ژاړم ، رسول الله (ص) وفرمایل: په هغه ذات مې دی قسم وي چې زما روح دهغه په ولکه کې دی یقینا حارثه په فردوس اعلی کې دی چې په جنت کې ډیر لوړ مقام لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*