روژه دفضیلتونومیاشت

لیک: س، سیرت
دا نن وځ چې مونږ ۱۶مه روژه نیسو او خپل رب العزت ته دخپلې بندګۍ ثبوت ورکوو زمونږ څخه دمخه قومونو هم روژه په بېلابیلو صورتونو سره نیولې ده خو دا یواخې مونږ یانې محمدي امت يو چې په کال کې یوه میاشت راباندی د روژې میاشت رادبره شي نورې ۱۱میاشتې شپه ورځ خوراک څښاک کوو یواځې همدا د روژې میاشت ده چې دسهار له سپیده داغه د ماښام ترملااذانه مو خوراک څښاک او هغه څه چې روژه مو پرې ماتیږي ترې پرهیزیو.
مونږ مسلمانان په ټول کال کې خوراک څښاک کوو په دی یوه میاشت کې چې د روژې له کبله خوراک ونه کړو په بدن کې مو یو روحاني انقلاب راشی روحاني انقلاب په دی چې دالله عبادت دتیرو میاشتو په پرتله زیات شي او په پرهیز ګارۍ کې مو هم زیاتوالی راشي کله چې دانسان په ژوند کې الله ته زیات عبادات وکړل شي او دتیرپه پرتله برهیزګاري زیاته شي دیته روحاني انقلاب (بدلون) هم ویل کیږي روژه دانسان په بدن کې جسمي اوروحي بدلون راولي.
مسلمانان دتل لپاره الله تعالی په خپل کتاب قرآن کریم کې له نا رواو څخه منع کړیدي خو په روژه کې چې یو مسلمان له هرو بدو اعمالو پرهیز وکړي، په نورو ناروا تورونه ونه لګوي، دیوبل ترمنځ شیطاني ونه کړي،په ناجایزه توګه دچاسره لاس اوګریوان نه شی یانې جنګ ونه کړي، که ددې ټولو بدو اعمالو څخه په روژه کې روژه نیوونکی ځان وساتي هغه په ریښتینې توګه روژه نیولې او که دا پرهیز ونه کړی نو الله تعالی دچاروژې نیولو ته محتاج نه دی یواځې خپله ېې پرځان خوراک ځښاک بندکړیدی.
هغه بنده چې په ریښتینې توګه روژه ونیسې په رنګ کې ېې نښانې څرګندیږي له بدو اعمالو څخه په پرهیز او تقواسره دانسان په رنګ کې بدلون راځي، دانسان په بدن کې یوه الهي رڼا راشي چې دیته هم روحاني بدلون ویل کیږي او دا روحاني بدلون دنیکبختو کسانو چې په رښتینې توګه ېې دالله د رضالپاره روژه نیولې وي په نصیب کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*