اوږده اوبې پایه پوځي عملیات

ارواښاد قدرت الله حداد
کله کله دا بې لاسه اوبې پښو داخلي جنرالان په تلویزیوکې لیدل کیږي، چې نه څه کولای شی او نه چیرته تلای شی د ۲۰۰۱م د سپتمبر د یوولسمې پیښه خلکوته یوه پلمه ښکاري ، چې امریکا پرته له کوم ثبوته پر افغانستان ور ودانګل او دخلکو کرار ژوندېې پر وینو ولړلو . تراوسه څوک نه پوهیږي چې امریکا او اروپا څه غواړي.
هره پیښه چې له هرې خوا څخه وشي اویاېې څوک وکړي که په لندن کې وي او که په اندونیزیاکې هغه پرهغه څه وروتپي چې ترورزم ېې بولي، څوک نه پوهیږي چې ترور ، تروریست او تروریزم څه شی دی او له کومه شوی ؟
داپرهماغه تخییل اړه لري چې پیښه ترسره کوي داپیښې چې هرځای شوی بیلابیل عوامل لري چې یوتربله اړوند نه دي.
نړۍ پراخه ده ، خلک ډیر دي او ستونځې ېې نه یواځې بیلې دی بلکې سیاسي ، اقتصادي ، مدهبي ، قومي نژآدي او … اوس ټول یوی کڅوړی ته اچوي، چې تروردی ، که په یو ې کورنې کې دمیړه او میرمنې جګړه شي هغه هم القاعده یا طالب دی چې ښځې ته حق نه ورکوي.
دحق تعریف هم څرګند نه دی که یوه ښځه پرپښو روانه وی دموټر مستحقه ده او که څوک ېې نه ورکوي نو لښکري ور ولیږي او بمبارد ېې کړي منطق دغه حد ته رسیدلی دی.
سږ کال بش دا وویل چې مسلمانان اسلامي خلافت غواړي خلافت اسلامي دی ، ځکه چې مسلمانان ېې د اجماع اومه یاني دخلکو یوه لویه برخه ېې ټاکی او دا له دیمرکراسۍ سره دومره توپیرلري چې د مسلمینو پرخوښه خلیفه ټاکنه څوارلس سوه کاله لرغونې ده او لکه د ذکات او نظافت چې اروپایانو وروسته زده کړل له دی توپیر سره چې اروپایان د نفس پرتزکیې اوس هم نه پوهیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*