اوږده اوبې پایه پوځي عملیات

ارواښاد قدرت الله حداد
داهم یو تاریخ دی چې په راتلونکی مهال کې به خلک ورپورې وخاندي او پرهغوبه ېې زړه وسوځي چې خپلو خاورینو کلیو کې ناست ول ، پرکرنې او مالدارۍ ېې ژوند کاوه او دغه مدني خلک پسې ورغلل دوې ېې ووژل او کلي ېې ور وران کړل.
نن او پرون پښتنو:
نن دپښتانه حال دادی چې هرڅوک ېې ویني دوه نیم زره کاله وړاندی د دوي تاریخ هیرودت بیان کړیدی. که څوک دهیردوت کتاب وګوري هلته د ساکو دجکړي اصول ښودل شوي او پښتونولي ښودل شوی، چې دوي هماغه مهال جرګي او ګډي پریکړی کولی ، خپل اصول ېې درلودل او پرهرڅه پوهیدل .
دبش خبره داده چې مسلمانان غواړي زمونږ د ژوند لاره بدله کړي او اسلامي خلافت جوړ کړي.
که دامریکا د ژوند لار بدلوی یا اسلامی خلافت جوړي دا خو دپنجوایی خلک نه شي کولای او نه ېې داخبره کړیده ده اسلامی خلافت دنړی دټولو مسلمانانو کار دی دا دکلیو کار نه دی .
دافغانستان د دولت خلک زښت ډیر تلفات لري همدا چې کرزي دا خبره وکړه چې امنیت خراب نه دی دپکتیا والي ووژل شو حتی د جناری په ښځولو کې ېې څو دولتی خلک ووژل شول دا دومره جنرالان څه په کار دي چې یو منفرد مړی خاوروته نه شی سپارل کیدای.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*