روژه دفضیلتونومیاشت

لیک: س، سیرت
نن ورځ په اسلامي نړۍ کې دبختورو مسلمانانو ۱۴روژه ده په دې مبارکه روژه کې یوشمیر مسلمامانو علاوه له دی چې په کورونو او جوماتونوکې ځانګړي ختمونه کوي په جوماتونو کې ېې په جماعت سره د قرآن پک دقاري صاحبانو پسې په تراویحوکې هم ختمونه وکړل .
په رښتیا چې د رمضان المبارک میاشت په مسلمانانو دالله ستررحم او کرم دی چې په خپلو عباداتو ورڅخه الله رضاکیږي، دالله په درباکې چې هروخت یوبنده په صداقت سره دعا وغواړي او په کړو ګناهونو توبه وباسي الله ېې ګناهونه معاف او دعا ېې قبلوي خو علماء کرام فرمايي چې د روژې په میاشت کې الله پاک د روژه نیوونکي بنده دعا نه ردوي .
حضرت ابوهریره (رض) روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي د درې کسانو دعا الله نه ردوي
1- ۱-هغه روژه دار چې ټوله ورځې دالله حکم پرخای کړی روژه ېې په حقیقي توګه نیولې د خوراک څښاک ترڅنګ ېې دټولو هغو اعمالو څځه پرهیز کړي‎ وې چې روژې ته تاوان رسوي او دالله په دربارکې د افطاري( روژه ماتي) پرمهال الله ته دعا وکړي الله ددې بنده دعا نه ردوي.
دویم دهاغه عادل حکمران چې په خپل حکومت کې دالله درضا لپاره د رعایت سره عدالت وکړي هغه څه وکړي چې الله دعادل حکمران لپاره دحکومت چلونې لپاره مناسب بللي وي یانې دهرمالدار، غریب توانا اوناتوانه ترمنځ ېې په عدالت پریکړې کړی وي.
درېم: بله دهغه مظلوم چې یوظالم پرې ظلم وکړي او دده سره دظالم څخه دبدل اخستلو هیڅ څوک نه وي ددې ظالم زور او ظلم الله ته پریږدی ووايي چې یاالله زه بې وسه یم او ددې ظالم څخه زما بدل ته واخله ، الله تعالی د دې مظلوم دعا نه ردوي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*