خلیلزاد له ملا برادر سره د بندیانو په خلاصون خبرې کړي

دمخه افغان حکومت ویلي وو چې په پرلپسې توګه دطالبانو زندانیان له بنده خلاصوي باید طالبان په افغانستان کې سولې لپاره دقطر دموافقې له مخې خپلې ژمنې پوره کړی، دهمدې موخې لپاره امریکا اعلان وکړ چې دافغانستان لپاره ځانګړې استازې خلیلزاد ېې قطرته لیږلې څو طالب مشرانو سره دبندیانو په چټګ خلاصون او په افغانستان کې سولې ته په نږدیوالي خبرې وکړي.
په دې اړه چې خلیلزاد قطرته تللي په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، په دې خبرو کې یانې دخلیلزاد او ملابرادر ترمنځ د خبرو علاوه د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره هم د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او له امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه بحث شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بشپړ تطبیق غږېدلی او له هندي چارواکو سره به د افغانستان او سیمې د سولې تلپاتې بهیر پر اهمیت بحث وکړي.
په‌ پام کې ده چې خلیلزاد به اسلام اباد کې کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې بهیر هم وغږېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*