سرودانش: عبدالله به دسولې دشورا مشرشي

دافغان حکومت دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز سره په ناسته اوخبرو کې ویلي د ولسمشرۍ ټاکنو جنجال ختم شوی او څو ورځو کې به ډاکټر عبدالله د سولې د شورا مشر شي
د دانش په فیسبوکپاڼه کې د ویډیويي خبرو په راپور کې ویل شوي ډېر ژر ممکن د ډاکټر عبدالله او غني ترمنځ سیاسي کړکېچ دسولې دشورا په مشتوب پای ته ورسېږي او په نږدی ورځوکې به دسولې دشورا دمشرتوب لوړه هم وکړي
خوخپله عبدالله او ویاندانو یې د دانش خبره نه ده تایید کړې، عبدالله دمخه ویلي وو چې اجرائیه ریاست دی بیا رامنځته او ورته ۵۰سلنه مهم پوستونه داختلافاتودحل غوره لار ده، دعبدالله او غنی ترمنځ اختلافاتوته په کتوسره امکان نه لري چې عبدالله به د دانش په خبره دسولې دشورا به مشرتوب قانع شي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*