د پاکستان د ملي اسمبلۍ رئیس اسد قیصر په کورونا واېرس اخته شوی

په پاکستان کې دنورو په کرونا اخته کسانو له ډلې د ملي اسمبلۍ رئیس او د تحریک انصاف ګوند مهم غړي اسد قیصر اعلان کړی دی چې د کورونا واېرس معاینې پایله یې مثبته راختلې ده قیصر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ځان یې په کور کې قرنطین کړی دی
نوموړي پر خپل لنډ پیغام کې نورو کسانو ته د احتیاط کولو سپارښتنه کړې او له خلکو یې غوښتي چې ده ته دعا وکړي.
ویل کېږي چې اسد قیصر د تېر اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي وو، عمران خان پخپله هم تېره میاشت د کورونا واېرس معاینه کړې وه خو پایله یې منفي راختلې وه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*