۷دثور، د تورمخوتوره کودتا

سرلیکنه
دافغانستان په تاریخ کې زیاتی پیښې تیرې شوي اودوام لري چې افغان میړنې ولس به ېې تر عمره پورې دتاریخ په پاڼوکې ثبت ساتي خو د ۱۳۵۷هـ کال دثوریا غوايي دمیاشتي د۷مې کودتا یوبل تورداغ دی چې دافغان ولس په ذهنونو دتومخو کمونستانو لخوا ایښودل شویدی.
افغانان په تاریخ کې دتل لپاره میړني ، جنګیالي، میلمه پال، مینه ناک، توریالي او دتاریخي کارنامو یاد وګړي ښوول شويدي خو دهمدې افغانانو ترمنځ بیایوشمیر دپردیو په کاسو لوی شوي دشرق او غرب پلویان چې دخپل هېواد ، خاورې ، ناموس او ملي ارزښتونو په سر ېې دپردیو سره سوداوی کړیدي او دخپل هېواد ټول افتخارات ېې په غلامۍ هغه هم په تش نس او بې واکۍ غلامۍ په سیند لاهوکړیدي.
دافغانستان په تاریخ کې افغانانو ډیر افتخارات ترشا پریښي دي او پریږدي یی خو دثور کرغیړنې کودتا چې دتورمخو کمونستانو لخوا پر افغان ولس وتپل شوه افغان ولس ېې دژوند دهرډول امتیازاتو او افتخاراتولاس پرسرکړ، هغه ولس چې پرنګ اود نړۍ په هرګټ کې یرغلګرېې یاد لري، هغه افغانان چې دیرغلګرو میندی ېې په زانګوګانو کې بچي دافغان په نوم یادولو ویروي ، هغه افغان ولس چې دلمر په څیر ېې ځپل تاریخ ژوندی او ځلانده ساتلی دی خو ددې تورمخو کمونستانو دتورې کودتا وروسته افغان تاریخ په ډیر بدو پیښو واوړید.
که څه هم افغانان تراوسه پورې دهمدې تورمخو کمونستانو دکودتا له امله چې په افغانستان کې ېې د وینو دبهولو بنسټ کیښود هره ورځ ېې له کورونو جنازی پورته کیږي خو دوې هم په خپله غلامۍ کې په امن پاتې نه شول ، روسانوله لومړي سره په خپلو کې سره په دوه پرخو وویشل یوې ډلې ته ېې دپرچم اوبلې ته ېې دخلق نوم کیښود.
پرچمیان د ببرک کارمل په مشرۍ چې په ډله کې ېې میراکبر خیبر، سلیمان لایق، بارق شفیعي، نوراحمد نور، ناهیتا راتبزاد، سلطانعلي کشتمند او …. شامل وو دخلق ډلې مشر ېې نورمحمد ترکی، امین، صالح محمد زیری، محمد اسماعیل دانش، عبداکریم میثاق، غلام دستګیرپنجشیری، عبدالحکیم شرعي جوزجانی، شهرالله شهیر، ډاکټر شاولي، ډاکټر نجیب او… شامل وو ترپایه ېې دغلامۍ لوبه ونه چلیده او سره داسې وران شول چې یوبل ېې سره ووژل.
دامین د وژلو وروسته دواړه غلامي ډلې داسې سره مخالف شول چې سره خوښه اوچاړه شول خو په افغانستان کې ېې دوینو دبهولو بنسټ کیښود چې دنن ورځې پورې همدا دتورمخو کمونستانو دتورې کودتا دکرغیړنو کړنو له امله د وینو بهیدل دوام لری.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*