سره د شتو ستونزو، سولې ته تمه شته

سرلیکنه
تیرکال د کب دمیاشتې په لسمه چې په قطرکې دطالبانو دسیاسي دفتر دمشرانو او امریکایي مرکچیانو ترمنځ دسولې موافقه لاس لیک شوه په هغه موافقه کې ویل شوي وو چې له افغانستانه به امریکايي یانې بهرني پوځونه په کرارکرار ووځي او طالبان به په تاوتریکوالي کې کموالی را(اورکم) راولي ، په دې موافقه کې طالبانو ویلي وو چې افغان حکومت به ددوې ۵۰۰۰بندیان له بنده ازاده وي خو له هغې را وروسته په هغه څه لکه څرنګه چې موافقه شوې وه عمل نه دی شوی.
افغان حکومت او امریکا طالبان ګرموي چې له موافقې سرغړونه کوي وايي دسولې په وړاندې ېې د زندانیانو دخلاصو بهیر ټکنې کړیدی خو طالبان بیا افغان حکومت اوامریکا ته په افغانستان کې دسولې په ټکنیتوب ګوته نیسي وايي دوې له موافقې سر غړونه کړیده او د دوې یاد شمیر بندیان ېې له زندانه خلاص کړي نه دي .
ددې سیاسي ناندریو او یوپر بل د تورونو له لګولو وروسته دافغانستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا قطرته ولاړ او تیره ورځ ېې دقطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن په منځګړتوب په قطرکې دطالبانو دسیاسی دفتر دمشر ملاعبدلغنی برادراو نورو طالب مشرانو سره وکتل .
داچې د دواړو لخوا یوپر بل د تورونو اوحقیقت څرګندولو څه دی ویل شوي نه امریکایی چارواکو او نه په قطرکې طالب مشرانو رسنیوته ویلی چې دلیدنې پایله څه را ووته خو دومره ویل شوي چې دواړو لورو دسولې په ټکنیتوب او شته ستونزو چې را ولاړی شویدي خبرې کړيدي.
دامریکايي مرکچیانو او طالب مشرانو ترمنځ چې دسولې موافقه لاس لیک شوې په هغې کې درې مهم ټکي دی یو له افغانستانه دبهرنیوپوځونو په کرار کرار وتل، بل د طالبانو ۵۰۰۰بندیان ازادول او درېم دافغان حکومت سره خبر کول دي چې امریکا دقطر په ټولوناستوکې دطالبانو او افغان حکومت ترمنځ په خبرو زیات ټینګار کاوه که څه هم به درې مرحلو کې دطالبانو تر ۳۶۱ زندانیان افغان حکومت له بنده ازاد کړل او هم طالبانو وړمه ورځ دشلو تنو افغان حکومت دبندیانو دخلاصو ن اعلان وکړ خوهغه څه چې امریکا پرې ټینګار کاوه هغه دطالبانواو افغان حکومت ترمځ خبرې دي چې د امریکایی چارواکو په وینا سوله ورپورې تړلی ده .
طالبانو صرف دومره رسنیوته ویلي چې په قطرکې ېې د زلمي خلیلزاد سره چې په افغانستان کې دامریکااوبهرنیو پوځونو قوماندان سکاټ میلر ورسره ملګرې ؤ لیدنه شويده که په دی لیدنه کې یوپر بل دتورونو له لګولو وروسته څه موافقه شوې وي کیدای شي وروسته هرڅه راڅرګند شي خو د رسنیو دمعلوماتو په اساس سره دستونزو سولې ته تمه شته

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*