پرپولیسو دافغان حکومت بې باوري زیاته شوه

سرلیکنه
څه وخت چې په قطرکې دامریکایي پلاوي او طالب مشرانو ترمنځ د تاو تریخوالي دکمولو موافقه شوی د طالبانو په وینا هغوې په افغانستان کې خپل بریدونه کم کړیدي او کومې پیښې چې شوي مسئولیت ېې طالبانوپرغاړه نه دی منلی خو وخت په وخت پر افغان پولیسو بریدونه کیږي او آن په لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې پولیس دغرمنۍ ډوډۍ له خوړلو وروسته مصموم کړل شول.
افغان حکومت په دی اندیښمن دی او هم ېې پر خپلو پولیسو بې باوري ورځ په ورځ زیاتیږي چې په ناڅرګند ډول پرپولیسو بریدونه کیږي چې سره د پلټنو افغان حکومت ېې تراوسه دعاملینو په نیولو کې ناکامه دی.
په لغمان کې دپولیسو دمصموم کیدا دپیښې وروسته دهغه ولایت ویاند اسدالله دولتزي رسنیوته ویلي وو چې دپیسې په اړه ېې ۱۱تنه نیولي دي خو داېې نه ده څرګنده کړې چې دا پولیس دچالخوا مصموم کړل شوي دي که په ډوډۍ کې دمصمومتیا مواد قرار دادي اچولی وي دا بیا افغان حکومت ته پرپولیسو دبې باورۍ ترڅنګ بله ستونزه ده چې پرقراردا دیانو هم بې باروۍ سره مخ شو .
دکورنیوچارو د وزارت یوشمیر لوړ پوړي چارواکي په دې عقیده دي چې پرپولیسو بریدونه او مصمومتیا دپیولیسو په منځ کې دطالبانو دنفوذي پولیسو کار دی چې باید وروسته له دی پولیس په دقیقه توګه وڅارل شي، خو داڅارنه به افغان حکوت ته ډیره ګرانه تمامه شي چې یو پولیس دی بل پولیس څاري اوآن دی ته به ورسیږي چې پولیس به هم یوپربل بې باروره شي .
دافغان حکومت سره دا اندیښنه ده چې طالبان وايي د اورکم خبره یا موافقه ېې د امریکایانو سره کړی نه دافغان حکومت سره خو خبره بیا دا پټه ده چې خپله طالبانو تراوسه نه ده منلي چې پرافغان پولیسو ېې بریدونه کړیدي ځکه دافغان حکومت بې باوری پرخپلوپولیسو ورځ په ورځ زیادتیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*