د رازاونیاز تصوف

لیک : س،سیرت
پ تیرپسې
داڅانګه ځان په دی ملامت بولي چې وايي الله خپل بندګان دعبادت لپاره پیدا کړي دي کوم عبادت چې لازم دی او مونږ ورته پیدا شوي یو هغه شان ېې نشو کولای ځکه ځان ته ملامته ډله وايو، الله تعالی د آل عمران په (۱۰۴)مبارک آیت کې سپارښتنه کړیده فرمايي: ( او هرو مرو دی له تاسې (مسلمانانو) څخه یوه ډله موجوده وي چې خلک خیر (دین ) ته راوبولي او خلکوته دبدۍ څخه په من کولو لاره سمه کړي ، دلته د آل عمران مبارک ایت څخه دا پوره مطلب لاس راځی چې لومړی باید خلک له بدیو څخه منع کړل شپ کله چې دبدیوڅخه منع او دبدیو (ګناهونو) به تاوانو وپوهییږی هله ېې د الله نه یره پیدا کیږي ، دبدیو (ګناهونو) په تاوانونو پوهیږي ، نیکی لاری (دین ) ته را اوړي دقراڼ او حدیث په احکامو عمل کوي یواځې پدی کابیابی نه ترلاسه کیږي چې دنیکې دعوت دې کیږي او له بدیو څخه دی منع نه وي ، څوک چې دبدیو (ګناهونو) په تاوانونو پوهه نه شی هغه ترې نه منع کیږي، اوسمې لارې (دین) ته نه را اوړی داسلامی دعوت لپاره دواړه لازم او ملزوم دي لومړی به خلک دیدو (ګناهونو)څخه منع کیږي بیا به ورته سمه لار (دین)ښوول کیږي هله به په ټولنه کې اصلاح راځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*