افغانان له یو مرګه ځي بل مرګ ته ورځي

سرلیکنه
په دې ورستیوکې په زرګونه افغانان په داسې حال کې له ایرانه خپل هېواد ته ستنیږي چې دمخه به هرکال پرافغان کډوالو ایراني پولیسو ډانګونه ایښي وو او خپل هېواد ته به ېې په یوه اوبله بهانه په جبري توګه لیږل خو سږنی کال دتیر کال سره توپیر لری هغه داچې اوس په زرګونه افغانان له ایرانه دکرونا وایرس له ویرې خپل هېواد ته ستیږي او هم ېې ایراني پولیس نه پریږدي چې نورپه ایران کې پاتی شی.
په ټوله نړۍ کې دکرونا وایرس یوه غوغا جوړه کړیده اوهم ترهر څه ددې وایرس تبلیغات زیات دي خو په ایران کې بیا دافغان کډوالو د استلو لپاره ښه زریعه اخوندي حکومت ته په لاس ورغله نور نه غواړی افغان کډوال ېې په خاوره کې پاتې شي، دمعلوماتو له مخې په ایران کې د کووید۱۹ ویروس د خپریدو په وجه لږ تر لږه ۲۰۰زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي
خبري اژانسونه وایي په ایران کې میشت افغانان له یو داسې هیواد نه وځي چې د نړۍ د وبا تر ټولو ستر مرکز دی او دوی خپل ناداره هیواد ته مخه کوي چې متاسفانه د هغې په وړاندې مبارزې ته تیاری نلري یا له یوه مرګه ځی په بل مرګ ځانونه اړوي په ایران کر ددې مرض په اخته کیدو یومرګ خو که په افغانستان کې پرې اخته شول بیا بل مرګ چې دکنترول ېې هیڅ په لاس کې نه لری او هم دا ویره شته چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ دسولې دموافقې کامیابی ترلاسه نه شوه بیا نو پرافغان پولیسو دبریدونو په نتیجه کې دناتو د سرمنشي ګویتریس په وینا مونږ هم دافغان پوځ په پلوۍ په ورته عمل (بمباریو)لاس پورې کولای شوو چې همدا دافغان کډوالو لپاره چې له ایرانه له یوه مرګه ځي په افغانستان کې به پل بل مرګ واوړي.
له یوه مرګه په اووختو دلیل ېې ادې چې هېواد ته راستنیدونکي افغانان پرته له دې چې معاینه شي له ایرانه را روان دي او کیدای شي په افغانستان کې په پراخه کچه (د ویروس) د خپریدو سبب شي او دا کار به د هغې روغتیایي حالت دنورو ستونزو سره مخامخ کړي
دافغانستان د روغتیا وزارت سرله اوس ویره څرګنده کړی چې له ایرانه راتلونکو کډوالو په وسیله چې پراخه وایروس له ځانه سره راوړي کیدای شي په افغانستان کې نورخلک پرې اخته کړي زیاتوي چې که پیښې زیاتې شي، له کنترول نه به ووځي او مونږ به مرستو ته اړتیا ولروخو داویره زیاته ده چې مونږ په افغانستان کې دنورو هېوادونو په څیر دکنترول وسایل نه لرو اود زرګونو انسانو دمړینې فاجعه به رامنځ ته شي .
له بلې خوا پاکستان هم دافغانانو پرمخ د تورخم او چمن لاره د درې ورځو لپاره پرانستې ده خو افغان حکومت له پآکستانه د افغانانو په ستنیدا د ایروس کومه ویره نه لري یواځې داووختو پرمهال ېې ورته دکنترول تدابیر نویلي دی اما له ایرانه راتلونکی افغانان دا څرګندوی چې له یوه مرګه ځی اوبل مرګ ته ورځي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*