له سولې نا امیدي ترکومه؟

 

 

سرلیکنه

په افغانستان کې چې د دریو کالو راهیسې د سولې په اړه هلې ځلې یوڅه ګړندۍ شوي او  د تیریوکال راهیسې ورته امیدونه زیات شويدي یوشمیر ګاونډیواو دسیمې هېوادونو هم درک کړه چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې او نړۍ په خیر ده، دتیروخت په پرتله ېې په خپلو هلو کې پرخوالی راووست چې په نیتجه کې په قطرکې دامریکایی مرکچیانو او طالب مشرانو ترمنځ خبرې پېل شوې که څه په وار وار دامریکا لخوا په خبرو کې خنډ او ځنډ راپیدا شو خو بیا هم یو څه ترلاسه شوی کوم ته چې افغان ولس دسولې په اړه امید لري.

ترډیر حده چې افغان ولس دامریکا پالیسۍ او دیوشمیر اړخونو مخالفتون ته وکتل شي نه غواړي په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي خو بیا هم دسولې لپاره یوڅه ګټور قدمونه پورته شول او دافغان ولس یوڅه امید پیداشو خو ددې امیدونو سره داسې څه اوریدل کیږي چې ورځ په ورځ سوله ټکنۍ کوي او لاېې پسې اوږدوي.

په کابل کې د طالبانو دپلاوي دومره وخت پاتې کیدل او یوې نتیجې ته نه رسیدل دا په لاس راکوی چې دافغان ولس سولې ته امیدونه په نا امیدۍ بدل کړي، دلته لومړې باید یادونه وشي چې دسولې دکامیابۍ زمینه تراوسه نه ده برابره شوې ځکه دافغا ن ولس نا امیدي په امید نه ده بدل شوې که په اوس وخت کې طالبان او په ځانګړی توګه افغان حکومت په ریښتینې توګه سولې ته لار هواره کړي نو دا شته نا امیدي به په امیدونوبدله شي.

له بلې خوا دسولې دخبرو په دوام په یوشمیر ولایاتو کې پرپوستو بریدونه که څه هم طالبانو ېې پړه پرغاړه نه ده منلې دافغان ولس نا امیدی ېې زیاته کړیده، تیره ورځ په بادغیس مقرولسوالۍ کې پرامنیتي پوسته برید او شپږتنو وژلو یو ځل بیا دافغانانوپه زړونوکې  نا امیدي رامنځ ته کړه او دغه ډول پیښې چې باید نه وای رامنځ ته شوی رامنځ ته کیږي امید دی چې ټولې نا امیدۍ په امیدونو بدلې او په افغانستان کې دسولې او امن لمر څرک ووهي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*