روسېې دکرونا درمل جوړکړل

د روسېې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې دوې دکرونا وایرس درمل جوړکړل او په ټوله روسیه کې به ترې ګټه پورته کړل شي.
د روسېې دولتي خبری رسنۍ اسپوتنیک خبر ورکړی چې د طب دعلومو داکاډیمۍ رئیس ولادیمیرچخونین خبریالانوته وویل چې دوې په روسیه کې دکرونا وایرس درې ډوله درمل تیار کړي او د استفادي وړګرځیدلي دي.
د روسېې یوبل روغتیا پوه زلینسکي ویلي چې دکرونا وایرس درمل ېې د ازمیښت لاندی نیولې چې د هغوې په وینا کامیاب دی ، روسې وروسته له هغې د کروناوایرس د درملو جوړولو اعلان وکړ چې په ګاوانډي هېواد افغانستان کې ېې د یاد وایرس پیښئ زیاتی شوې

د افغانستان روغتیا وزارت ویلی چې په تیرو ۲۴ساعتونوکې په کابل ، هرات او بدخشان کې دکرونا وایرس نورې ۲۷پیښې ثبت شویدي.
یاد وزا رت ویلي چې په هرات کې ۲۲ یوه په کابل او یوه په بدخشان ولایت کې دکرونا پیښه ثبت شویده او نوور ویلایاتو ته ېې د کرون وایرس لابراتوارونه لیږلي دي.
په یادوکسانو کې چې په تیرو ۲۴ساعتونوکې په کرونا اخته شویدي ۹پکې ښځې دي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*