دکرونا له امله : په ایران کې ۵۰ افغانان مړه شوي دي.

په ایران کې افغان سفارت رسنیوته ویلي هغه معلومات چې دوې ته په لاس ورغلي په ایران کې کم ترکمه ۵۰افغانان دکرونا وایرس له امله مړه شویدی .
په ایران کې د افغان سفارت د کډوالو د چارو مسئول ابراهیم حجازي رسنیوته ویلي چې دغه شمیره ورته د دکډوالو دکورنیوڅخه په لاس ورغلی خو دا لا پوره نه ده څرګنده چې نور به څومره افغانان په ایران کې دکرونا له امله مړه شوي وي.
حجازي ویلي مونږ په ایران کې دافغان کډوالو به اړه دایران دروغتیا له وزارته دافغانانو دمړینې په اړه معلوما ت وغوښتل خو هغوې کره معلومات په لاس رانه کړل.
له بلې خوا چې چین دکرونا وایرس دخپراوي اعلان وکړایران دافغان کډوالو په جبري توګه به استلو پېل کړیدی تر اوسه ېې دحجازي په وینا شمیر تر ۱۵۰۰۰ زیات افغان کډوال له ایرانه په جبری توګه استلي دی حجازي وایی کیدای شي له ایرانه په جبري توګه دافغانان شمیر تردی زیا وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*