دکرونا له امله: مسکو قرنطین کیږي

دمسکوښاروالۍ ویلي چې دکرونا وایرس دمخنیوي لپاره به د روسېې پلازمینه مسکو همدانن ورځ قرنطین کړي او په بازارکې به د خلکو په تګ راتګ بندیز ولګول شي چې ددې له امله به په مسکو کې ټولې تعلیمي او دولتي ادارې وتړل شي.
د روسېې دولتي اژانس اسپوتیک د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې په مسکوکې به خلکو ته یواځې د اړینو خوړو د رانیولو هغه هم په داسې حال کې چې ماسکونه به ېې اچولي وي دلږ وخت لپاره اجازه ورکول کیږي او نوروخت به په کورونوکې ناست وي.
له بلې خوا دمسکو ښآروالۍ ویلي چې مونږ کوښښ کوو ښاریانوته په خپلو کورونوکې خواړه ور ورسوو چې دخوړو رسوونکوته به ځانګړي کارتونه ورکړل شي .
مسکو اعلان کړی چې د قرنطین کولو له امله به هغه کارګروته چې بې کاره کیږي میاشتنی معاش ورکول کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*