افغان دولت: طالبان چې دسولې هېئت نه مني مونږسره جنګیږي

 

افغان حکوکت اعلان کړی چې طالبان دسولې هیئت نه مني ماناېې داده چې دسولې په وړاندی په بهانو کولو زمونږ سره جنګیږي.

په افغانستان کې دسولې په چاروکې د حکومت ویاندي ناجیه نوري ویلي چې مونږ دافغانستان دبیلابیلو برخو نه دسولې لپاره هیئت اوټاکه او طالبانو ېې اوس دنه منلو اعلان کړیدی چې ددې سره به دسولې پلان ته تاوان ورسیږي.

له بلې خو ا د اتحاد اسلامي مشر عبدالرب رسول سیاف هم ویلي چې دطالبانو لخوا دسولې دهیئت په نه منلو کې به سولې ته تاوان ورسیږي.

داچې په څه باندی طالبانو د سولې دهیئت دنه منلو اعلان کړی افغان حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلی ، وړمه ورځ طالبانو اعلان وکړچې دوی ته دافغان حکومت د سولې هیئت د منلو وړنه دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*