دافغان حکومت سولي پلاوي سره طالبانو مخالفت وکړ

طالبانو په خپله یوه خبرپاڼه کې کې چې رسنیوته ېې استولې د سولې لپاره د افغان حکومت له پلاوي سره مخالفت ښودلی او د افغان حکومت له لوري‌ د پلاوي ټاکل يې له امريکا سره د شوې هوکړې خلاف بللي دي.
خبرپاڼه څرګندوی ، افغان حکومت د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د يوې ډلې په توګه ګډون کولی شي او په وينا يې سولې ته د رسېدو لپاره بايد په موافقه داسې ټيم جوړ شي چې د ټولو جهتونو استازولي وکړي.
دوې ورځې وړاندې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسيزه پلاوی اعلان کړی و خو وار دمخه شنونکو نظر څرګندکړې ؤ چې په پلاوی کې به ستونزې رامنځ ته شي..

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*