کرونا امریکا له چینه زیاته وځپله

له کومې ورځې چې په چین کې کرونا سر راپورته کړې راپورونه وايي چې چین ته ېې زیا تاوان اړولی خو د تازه راپورونو له مخ ې ا مریکا کې اوس پنځه اتیا زره پنځه سوه کسان په کورونا وېروس اخته شوي او دا شیمر بل هر هېواد زیات ښوول شویدی..
راپورونه وايي چې د وروستۍ شمېرې له مخې امریکا په دې برخه کې له چین او ایټالیا مخکې شوه، ځکه چین کې ۸۱۷۸۲ کسان او ایټالیا کې ۸۰۵۸۹ کسان په دې ویروس اخته شول چې په دې حساپ امریکا یواځې له چین نه بلکې په نړیواله کچه زیاته وځپله .
د کرونا وایرس په اړه ویل شوي چې په چین کې ۳۲۹۱ او ایټالیا کې ۸۲۱۵ کسان مړه شوي، مګر امریکا کې ۱۳۰۰ کسان مړه شوي دي.
دا رپوټ په داسې مهال دی چې ویل کېږي ۳،۳ میلیون کسان امریکا کې بې کاره شوي، خو ولسمشر ټرمپ اټکل کړی چې ډېر ژر به اقتصادي چارې له سره پیل شي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*