طالبانو سره د خبرو لپاره افغان حکومت پلاوی اعلان کړ

افغان حکومت اعلان کړې چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ېې خپل ۲۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی. د افغانستان ملي رادیو تلویزیون خبرورکړی چې د ملي امنیت پخوانی رئيس معصوم ستانکزی به ېې د پلاوي مشري وي. دمخه افغان حکومت ویلي وو چې د مارچ پر ۳۱مه نېټه به سل تنه طالب زندانیا ن له بنده ازاده وي او د طالبانو سره دمخامخ خبرولپاره به زمینه برابروي..
. په راپورکې ویل شوي چې د معصوم ستانکزي په مشرۍ پلاوي کې باتوردوستم غیرت بهیر،ضرار مقبل،محمد ناطقي،ډاکټر رسول طالب،حبیبه سرابي،کلیم الله نقیبي،جنرال ایوب انصاري،ذکیه وردګ،نادر نادري،متین بېک،زینب موحد،مولوي عنایت الله بلیغ،شریفه زرمتۍ،عبدالهادي ارغندیوال،خالد نور، حفیظ منصور،ډاکتر امین احمدي اوشهلافرید شامله وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*