لیونزپه افغانستان کې دیوناما مسئوله وټاکل شوه

دنړیوالو راپورونو په اساس لیونزدملګرو ملتونو لخوا په افغانستان کې د یوناما دځانګړې نماینده په توګه ټاکل شویده چې وروسته له دې به دافغانستان روان حالات له نږدی نه څاری اوهم به د یوناما لخو په افغانستان کې دنظر لاندز نیول شوي پرګرامونه سرته رسوی .
لیونز په افغانستان کې د تادامویچي پرځا خپل ماموریت سرته رسوي او تادامیچي ورته په افغانستان کې دښې دندې د سرته رسولو هیله کړیده .
لیونز کاناډایی طبعه ده او له ۲۰۱۳څخه تر ۲۰۱۶م پورې ېې په افغانستان کې دکاناډار لخوا دسفیري په توګه دنده ترسره کړیده.
میرمن لیونز په داسې حال کې په افغانستان کې دملګرو ملتونو نماینده وټاکل شوه چې دیوې خوا په نړې کې دکرونا غوغا ګډه ده او له بلې خوا په افغانستان کې د جمهوري ریاست پرڅوکۍ د اشرف غني او عبدالله ترمځ اختلاف پرځاې پاتې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*