د کابل پر درمسال برید کې د وژل شوو شمیر ۲۵تنو ته ورسید

سهار اته بجې چې په کابل کې د سکانو پریوه درمسال وسله وال برید شوی ؤ د وروستیو راپورونو ترمخه د وژل شوو شمیر ېې ۲۵تنو ته ورسید او دکورنیوچارو وزارت ویلي چې په دې برید ۸تنه ژوبل شوي هم دي.
برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې شوی ؤ چې دامنیتي ځواکونو دشپږساعته مقابلې وروسته پاې ته ورسید..
دکورنیوچارو وزارت دا نه ده څرګنده کړې چې برید دکومې وسله والې ډلې لخوا پردرمسال شوی او په یاد شمیر کسان ېې وژلي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*