په افغانستان کې دکرونا د دوېم مریض درملنه هم وشوه

دافغانستان په دایکونډی میرامور ولسوالی کې یوتن چې له ایرانه لومړی هرات ته راغلې او دکرونا په وایروس اخته شوې ؤ دهرات په روغتون کې د درملنې لاندې ؤ خو خپله دکرونا په وایروس اخته شخص محمد وايي چې په روغتون کې لکه بندی ساتل شوې او کورته وتښتیدم خو د۹ ورځو وروسته بیا روغتون ته ولاړم.
په هرات کې د روغتون مسئول اسحاق علي درمان وايي چې ددې شخص درملنه شوې او دمخه په هرات کې د وحیدالله په نوم دیوتن هم درملنه شوې او کورته رخصت کړل شوی ؤ

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*