نفرت له کرونا که له امريکا؟

ليک س ، سيرت
له يوې اوونۍ راهيسې سيمه ييزو اونړيوالو رسنيو کې کرونا کښته ‏پورته کيږي او غربي رسنيو خو دومره تبليغات ورته وکړل چې ‏دهرهېواد دوګړو او په تيره بيا داسيايي هېوادونو ديوشمير وګړو خو ‏ېې خوب حرام کړې چې کرونا خو ورته مرګ ورپه ياد کړ، کرونا ‏خو ورته پاکوالى ياد کړ او کرونا ورته د روغتيا دڅانګوخدمتونه ‏ورپه ياد کړل بې له کرونا مونږ بايد خپل پاکوالى وساتو، د تل لپاره ‏الله يادکړو، دتل لپاره ورځ دقيامت او مرګ په ياد ولرو، دتل لپاره په ‏خپلو خوړو کې احتياط وکړو.‏
يو تاوان چې کرونا وايرس نړۍ ته واړاوه هغه داچې له انسان څخه ېې ‏دانسانانو نفرت پيدا کړ هغه څه چې روغتيا پوهان ېې دکرونا ‏دمخنيوي لپاره اعلانوي هغه زمونږ دټولنې او اسلامي اساساتو خلاف ‏دي ، ټوله نړې اوپه تيره بيا ارپايي هېوادونه څومره چې دد پليت ‏وايرس څخه د ځان ژغورنې هڅې کوي او اوس ېې تدابير نيسې ‏داسلام مقدس دين کې ١٤٠٠کاله دمخه دهرمرض او پليت شي څخه د ‏ځان ژغورنې درس ورکړل شوېدې .‏
که نړيوال او په ځانګړې توګه په اسياېې هېوادونو کې افغانستان، ‏پاکستان، عراق او هم سوريه يا ټوله اسلامي نړى فکروکړي دومره ‏تاوان به کرونا په کلونو کې وانه ړوي څومره چې امريکا افغانستان او ‏نورو اسلامي هېوادونو ته واړاوه، کرونا به يواځې دانسان جسم له ‏منځه وړي امريکا په افغانستان او اسلامي نړۍ کې دمسمانانو ځانونه ‏، مال او د ټولو شتمنيو ترڅنګ کلتور هم وواژه، په افغانستان کې د ‏افغاني کلتور د وژني ترڅنګ د بااحساسه افغانانوارواوې هم ژوبل ‏کړې له کرونا به هم نفرت کوو خوترکرونا زيات نفرت بايد له امريکا ‏وکړو.‏
عجيبه ده د کرونا له ويرې يوبل ته لاس نه وکوو او امريکا چې ‏مونږ، دکورنيو غړي، کليوال ، او په جنازو کې ېې ساختلي هم په امن ‏پرينښودل دمړو په جسدونو ېې هم بمبار وکړ امريکا يانوته لاسونه ‏ورکوو او نفرت ترې نه کوو نفرت له ټولو کافرو او په ځانګړې توګه ‏له امريکا يانو په کار دى.‏
روغتياپوهان به وايي چې له کرونا نفرت پکار دې خو مسلمانان بيا ‏وايي له امريکا نفرت پکار دې مسلمان که له امريکا نفرت وکړ دهر ‏ډول مرض او وحشي مرګونو به وژغورل شو.‏
که په کرونا کې پليتي ده ترکرونا زياته پليتي په امريکا يانو کې ده ‏چې ټول هېواد وال ېې په يوه او بل نوم را ووژل، مونږ بايد امريکايانو ته لاسونه ورنه کړو ،تر کرونا امريکا زياته پليته بايد له ولاياتو او هېواده يې وباسو او کله چې له افغانستان ته ‏دا پليته امريکا وويستل شوه يواځې افغانستان او د سيمې هېوادونونه، ‏نه بلکې ټوله اسلامي نړۍ به ترې پاکه شي بيا به دهيڅ چا په کور، ‏کلې او سيمه کې دا داسلاميت او افغانيت ضد وايرو(غربي کلتور) نه ‏وي د کرونا ترڅنګ بايد زيات نفرت له امريکا وکړو.‏
له کرونا څخه به هغه کسان زياته ويره لري چې دلمونځ او اسلاميت پاکوالى ونه لري هغه څوک خپل ٥ ورخته لمونځ کوي او هر سهار يا سين سورت لولي بې له نېټې يې کرونا هيڅ نه شي کولاى

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*