د افغانستان جګړه ، يو پېل دى

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
اريک مارګوليس دافغانستان په باب تل ليکنې کوي اوس وايي دافغانستان جګړه نوې پېل شوې ده او داخبره سړي ته يوه ويره راولي ځکه مونږ غواړو دا مصيبت پاى ته ورسيږي دا چې اوس پيل شي مونږ به څه کوو؟
دې وايي چې طالبانو له کمونستانو او روس پلوه تاجک ، ازبک ، هزاره سره چې اتحاد شمال يې جوړ کړي و جګړه کوله اوس تور لنګوټي پر سپينو بدلوي او دا جګړه دامريکې او ناټو پر جګړې بدليږي.
امريکايانو ، کمونستانو او نورو روس پلوه افغانانو لکه تاجک ، هزاره او ازبک يوه ګډه جبهه جوړه کړه په دې پنځو کلونو کې پښتانه ، بلوڅ او نور مسلمانان يې پر ستونځو اخته کړل .
داسې ښکاري چې جګړه دخپلواکۍ پر جګړې اوړي بيا به دنړۍ له ډيرو هېوادونو خلک وخوځيږي هسې هم امريکا پر نړۍ دچا خوښه نه ده په دې تېرو پنځو کلونو کې ددوى ځورونه ، بد اخلاقۍ او تېري وليدل شول . اروپايانو په نونسمې پيړۍ کې پر اسيا ، افريقا او جنوبئ امريکا څه وکول ؟ دا هغې فضا مسايل چې له ملګرو ملتونو څخه ګډوډ شول دبشر دحقوقو نړيوالو ادارو يونيسيف او يونکسو هم شاته وغورځول خپل حقيقي مخ يې څرګند کړ داسې ظالم خلک تاريخ کې نه ول .
داروپا ، امريکا خلک هم دخپلو دولتو مخالف دي په زرهاو ليکوالان ، شاعران او فيلسوفان نور څه ويل ، مذهبي مشرانو دا نه غوښتل او نه يې غواړي چين او روسيه په خپلو کې يو څه کوي امريکې سره بل څه .
دافغانستان په برخه کې دروس ، ايران او هند مثلث لا پخوا جوړ دى .
وايي په عمل کې افغانستان او عراق کې مو خپلواکي او ديموکراسي وليدله چې تش شعار دى .
دافغانستان ملي فلسفه له زرهاو کلونو راهسې اسلام ، ځوانمردي او تصوف دى يو يې هم نه پريږدي .
په ماته کښتۍ سپور يم توپانونه دي په مخ کې
په دغه لاره يې بيا يم که وم وم که نه وم نه وم .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*