د راز نياز تصوف

س ، سيرت
٢٠برخه

دصوفيه کرامو له عبادته الله پدې زيات راضي وي چې دوى دزړه په پاکوالي او اخلاص دالله عبادت کوي اصلى عبادت هم هغه دى چې له زړه سرچينه واخلي په کامل اطمنيان ذکر وکړي په کامل ډاډ او اخلاص په ذکر سره دزړه تسکين حاصل کړي دزړه پاکوالى په دنياوي معاملو کې هم اصلي شرط دى خو دالله عبادت او بيا چې دتصوف دلارې لارويان عبادت کوي هغه بې ريا او په پوره پاک زړه عبادت وي .
په عبادت کې دانسان زړه ته تسکين حاصليږي که يو عبادت کوونکى دشپې په سختۍ کې دالله عبادت کوي په جسمي توګه به ورته تکليف وي او که هر وخت کې ذکر کوي بې تکليفه عبادت به ئې په نصيب وي خو صوفيه کرام دالله تعالى په ذکر او نوافلو دواړو ټينګار کوي خو ذکر يو داسې عبادت دى چې په ټولنه کې دى عبادت ته په سانى سره ججلب جذب کيږي هر هغه څوک چې په عبادت کې دژوند خوند واخلي هغه بيا بې عبادته ژوند نه کوي انسان له روح او جسم څخه جوړ دى دانسانيت راز پکې دادى چې په تقوا سره دمعنوي ګټو ډاډ لري دانسان وجود په فيزيکې او طبيعي لحاظ راز نياز ته اړ دى چې په شرعي توګه په راز او نياز سره دتصوف لوړ مقام ترلاسه کولاى شي . مونږ په راز نياز تصوف کې دزړه دپاکوالي يادونه کوو بايدهغه اشخاص ياد کړو چې دزړه په پاکوالي سره ئې د تصوف مقام نور هم پسې لوړ ساتل ىدى ددنيا جاه جلال ، بادشاهي ، دبدبه ، سلطنت ، خزانې ، لښکرى دا هرڅه ئې پريښئ د فقيرۍ، ملنګۍ او عاجزۍ ژوند ( دراز نياز تصوف ) لار ئې غوره کړيده هغه ابراهيم بن ادهم دى چې په ١٦١هـ کې دتصوف په لار کې د ټول ژوند اسانتياؤ په بدل کې دراز نياز تصوف لار ونيوله

دويم مشهور صوفي سفيان الشوري رح دى چې په (٩١-١٦١) کې ئې ژوند کړيدى دا ستر صوفي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*