د راز نياز تصوف

س ، سيرت
١٩برخه

په تصوف کې دزړه پاکوالى يو غوره صفت :

چاچې په قرانکريم او نبوي احاديثو پوره عمل کړى وي او دنبي کريم صلى الله عليه وسلم په ژوند کې ئې دصحابه کرامو ژوند لاره (اعمال) مطالعه کړى وي هغو ته خپله ثابتيږي چې پرهيزګاري ، دالله پاک دوامداره ذکر ، دالله دبندګانو سره دالله درضا لپاره مينه او هر اړخيزه مرسته پاک زړي (تصوف) څومره مقام لري او اسلامي نړۍ ورته څومره ارزښت ورکوي داسلام مبارک دين چې د ټولو خرافاتو پر خلاف مسلمانانو ته دپاک لارې او نيکو اعمالو لارښوونه کوي او هم ئې هغه نا منل شوى اعمال چې داسلام دمبارک دين څخه دمخه دود وو نه يواځې دا چې د هغو بدو اعمالو پدې ئې په ګوته کړي بلکه دهغو بدو اعمالو څخه په ځان ژغورنه ئې دنيکو اعمالو لار هم ښوولى ده داسلام دپاک او مقدس دين په شريعت کې تصوف يو داسې مقام دى چې دزړه په پاکوالي سره پرې انسان اصلى هدف دالله رضا ترلاسه کولاى شي هغه څوک چې په راسخه عقيده اود زړه په پاکوالي سره دتصوف دپاکى لاروي وي بايد دوه ډوله مبارزه وکړي لومړى بايد په ټولنيزه توګه دخپلې عقيدى او طريقې ( تصوف) دفاع وکړي داسې اعمال او عبادت وکړى چې داسلام او تصوف دپاکى لارى فکرين او مخالفين پرى قناعت ته اړ کړي دويم دالله پاک ذکر ، عباداتو ترڅنګ په ټولنه کې داسې ژوند وکړي چې نه يواځې دخپل ځان بلکه دټولنې د پرمختګ او ترقى لار پرې ومومي په هغو صفاتو ملقب شي چې صحابۀ کرام پرې ملقب شوي وو په دې دوه لاروو هغه څوک يون کولاى شي چې لومړى دالله په عبادت سره ئې زړه صفا او دنفس په تزکېې سره روح خوشحاله ساتلاى وي

ددنيا په ژوند کې لکه څرنګه چې د ټولنې اوسيدونکى خوراک ، لباس داوسيدونې ځاى او نورو شيانو ته اړتيا لري دا رنګه يو صوفي هم اړتيا لري بايد دتصوف دلارى لارويان دنياوى او اخروي ژوند لپاره دعبادت ترڅنګ په دينې علومو او دوخت په علمي پوهه وسائل هم برابر کړي چې دخوشحاله او سوکاله ژوند زمينه ئې په برخه شي يوه ورځ دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم په مجلس کې وويل شول ځنې صحابه کرام پدې نظر دي چې په کورونو کې دښځو سره ديوځآى والي او په بسترو کې دخوب وخت په ذکر او عبادت تيرى کړي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ددې نظر صحابه کرام راوغوښتل ورته ئې وفرمايل تاسې چې کومه لاره اراده لري دا داسلام داصولو او اصلي روح سره سمون نلري هغه څه چې تاسې په خپل فکر دزيات عبادت لپاره حرام کړيدى ترې استفاده وکړئ دخپل ښځو سره همبستري او خوب پر تاسې حق دى او بايد ادا ئې کړى صحابه کرامو پدې دليل دزيات عبادت غوښتونکي وو .چې حضرت اکرم صلى الله عليه وسلم ته پدې دنيا دجنت زيرى ورکړل شوى ؤ بيا هم زيات عبادت کوي مونږ خو په سل چنده  او زر چنده ترى کم يو بايد زيات عبادت وکړو حضور صلى الله عليه وسلم دوى ته وويل ماته چې دمخه د جنت زيرى راکړل شويدى بايد زيات عبادت وکړى او دالله شکر ادا کړم ددې نه را ثابته چې نه په عبادت کې افراط پکار دى او نه له عبادته غفلت انسان او په تيره بيا صوفيه کرام بايد هغه اعمال وکړي کوم چې داسلام په مقدس دين او شريعت کې پرې لازم ګرځول شوي وي .

دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم له دې فرمودى چې (افلا اکون عبداً شکورا) ښه څرګنديږي چې په تصوف کې دهرڅه اندازه معلومه ده عبادت په خپل ځاى او دورځنې ژوند داړتياؤ پوره کول په خپل ځاى ځکه خو دا ډول تصوفى ته د راز او نياز تصوف ويل کيږي او الله تعالى هم په عباداتو کې د راز نياز دتصوف له لارويانو خوشحاله وي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*