افغان ملي فلسفې وده کړې

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

تراسلام وروسته اسلامي دورې دى صفاريان غزنويان غوريانو هوتک او ابداليان دى چې په دغو دورو کې دافغان ملي فلسفې وده کړې او هر څوک پښتونولي او پښتونولي يا افغانيت وايي چې هرو مرو دا مفهوم لري چې بشپړه شرحه يې نه ده شوې .

خبره ليا دې ته ورسيده چې ځينې ځان افغان نه بولي ځان ته افغانستاني وايي دا به ددوى خوښه وي .

غوره خبره داده چې په تاريخ کې دافغانانو پاڅون دګاونډيو پر خوښې شوى دى لکه څنګه چې احمد شاه بابا ، تيمور شاه او شاه زمان ته بلنليکونه راغلي او په تاريخ کې ثبت دي امان الله خان چې دجهاد اعلان وکړ دهند په مسلمانانو او شاوخوا هېوادونو کې يو شور پيدا شو دامان الله خان په ستاينه کې شعرونه ويل کيدل او د چهره نما په مجله کې چې قاهرې کې خپريدله نشريدل .

کله چې امان الله اته مياشتې وروسته له اروپا راغى په دهمزنګ کې خلک ورغلې وه دده چټک بريتونه لنډ شوي وه ملکه ثريا يې په څنګ کې مخ لوڅې وه دواړو اروپايي کالي جامي اغوستې وه خلکو ويل چې دا بدل شويدى هغه بادشاه او هغه ملکه نه دي .

په هند کې دروهيله کند پښتنو ويل چې روهيله کند په هند کې افغانستان دى امان الله خان دمحمود طرزي ، عبدالهادي خان داوي او د نورو دوستانو خبرې نه منلې .

عبدالرحمن لودين پر کور کېښناست دا چې بيا څه پېښ شول ټول پوهيږي طالبان هم داسې شول چې يو څوک پيدا شو غليمان يې وار خطا کړل کوم  کار چې هغوي په تش لاس کولو اوس يې ټوله نړۍ نه شي کولاى لکه په دې څو ورځو کې چې کابل بيا اندېښمن دى دا چې ملت راټول کړي هغه دم څوک نه لري پر وژلو ټکولو نه کيږي انګليس عصبي دى دهلمند مقابلې لپاره تيارى لري دميوند او ملالۍ داستان جوړوي .

اوس چې ځينې خلک دافغان مخالفت کوي دا دامريکې په غيږ کې دى امريکا او انګليس جګړه کوي .

دا چيرته او چا سره ؟ دشرم خبره ده چې هلمند ياد شي زبر ځواک ګوره او هېلمند له همدي تاريخه رنګ اخلي
کرزى او نور چې وايې طالبان له بهرنه مرسته اخلي بيا کرزي هغه ځوان دى چې له بهره مرسته نه اخلي ددفاع وزير بهرنى وزير .

دوى هغه اتلان دي چې لکه ايوب خان دميوند فاتح ، انګليسانو سره لاس نه ورکوي او که لاس ورکړي خپل لاسونه دهغوى ترمخې پريمينځي .

په ميوند کې چا مرسته کوله ؟ ددهلي او اصفهان په مينځ کې څوک ول ؟ خپله توره پڅه ښودل دغليم تېره دا وسوسه ده حقيقت نه دى لويدلي پښتانه ډير دي چې نه اروپايي شول نه پښتانه په دا مينځ کې نه پوهيدونکي پاتې شول .
په دغسې حالاتو کې تاريخي مسووليت دهغو شو چې دخپل ملت غليمان شول هر څه يې پر ډالرو بدل کړل
دوى دخداى تعالى دښمنان دي او له ملت سره جفا کوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*