دروغ هر چا سره ، هر وخت دروغ

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دامان الله خان د پادشاهۍ پر مهال په ننګرهار کې وضع ويجاړه شوه دننګرهار لوى حاکم کابل ته راغى او له کابله يې امان الله خان ته تيليفون وکړ امان الله خان فکر کولو چې له ننګرهاره خبرې کوي .
امان الله خان وويل
ژر شه ووايه جلال اباد کې څه حال دى ؟ ده وويل خير خيرت دى اشرارو عسکري فرقه ونيوله عسکر وتښتېدل . امان الله خان نوبيا ؟
ښار ته راغلل هلته هم چور ګډ شو نور خير خيرت دى امان الله خان ته له کوم ځايه خبرې کوې ؟
حاکم له کابله
امان الله خان دپلار ښکنځلې وکولې او د تيليفون غوږۍ يې کېښوده اوس هم دکابل امنيه قوماندان چې ګذر بلل کيږي وايي دکابل بمونه دا معنا نه لري چې امنتي وضع ويجاړه ده بيا داسې نه کيږي نه که داسې وي ددوى خپل کار دى بيا به يې نه کوي .
دننګرهار لوى حاکم محمد سرور خان دعمر تر پايه په خير خيرت مشهور و لويه ناوړه لوبه روانه ده خو ارمان چې زمونږ په هېواد کې روانه ده کنه دومره به نه خوريدلو .
دا چې امريکائي او اروپايي پوځونه افغانستان کې دي دادى پنځه کاله دوه مياشتې وروسته پوره کيږي بيا دکرباچوف خبره افغانستان يو ټپ دى چې وينې نرې څاڅي او نه رغيږي .
هر څوک هلته يو سر لري هر چا سره دروغ هر وخت دروغ وايي او د خير او خيرت دګوند غړي دي ددوى لپاره خير او خيرت هم دغه مفهوم لري چې ددې ګوند مشر هماغه لوى حاکم صاحب دى دتاريخ له مخې کومې دورې چې بحث ورباندې کيږي هغه دستور ، پاکت او ساک دورې دي بيا کوشانيان او يفتليان دى
تر اسلام وروسته اسلامي دورې دى صفاريان غزنويان غوريانو هوتک او ابداليان دى چې په دغو دورو کې دافغان ملي فلسفې وده کړې او هر څوک پښتونولي او پښتونولي يا افغانيت وايي چې هرو مرو دا مفهوم لري چې بشپړه شرحه يې نه ده شوې .
خبره ليا دې ته ورسيده چې ځينې ځان افغان نه بولي ځان ته افغانستاني وايي دا به ددوى خوښه وي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*