د راز او نياز تصوف

س ، سيرت
تصوف ته ولې تصوف وايې ؟
١٨ برخه
دمخه يو شمير عبادت کوونکو ددنيا نور ژوند ترک کړى ؤ په ريښمين لباس کې ګوښه ځاى کې به ئې دالله عبادت کاوه له ټولو ګناهونو څخه به ئې دزړونو په تصفيه او نفسونو په تزکيه دالله بندګى کوله .
يو شمير دتصوف او ددې پاکى لارې مخالفين تبليغوي چې صوفيان ددنيا کارونه نه کوي دوي دژوند اړتياوى دکومې لارې پوره کوي ؟ دترک دنيا نه مقصد دادي چې په دنيا کې دغير شرعى او غير اسلامي ژوند څخه ځان ساتي چې دقرانکريم او احاديثو په رڼا کې ددنيا نمبر شرعي ژوند ترک کول دهر مسلمان فرض دي او بايد پاکه لاره ( تصوف) غوره کړي صوفي بايد دحلال رزق دګټلو خپل اولاد دباللو ، په اسلامي اصولو برابر سوداګرۍ ټولنيز ژوند دکورنۍ ، دوستانو او د راسخى لارى دملګرو سره ګډ ( غم او خوشحالۍ ) کې شريک ژوند وکړى ټول دوخت داړتيا وړ علمونه وکړي هغه علم چې داسلامي اصولو په رڼا کې پرى پرمختګ کولاى شي بايد وئې کړي.  حضرت بهاوالدين شاه نقشبندى فرمائې صوفي بايد په ګوښه ځاى او صوفه دالله عبادت وکړې خو په دنيا کې دسالم پرمختګ لاره خپلول ئې فرض وي کفارو ته بايد ميدان پرينږدو چې دمقابلې په وخت ئې بيا مقابله نشو کولاى صوفې بايد په زړه کې الله ياد کړي او په لاسونو داسلامي نړۍ دپرمختګ او اسلامي ټولنى دکاميابى لپاره کار وکړي دا ثابته شويده چې چا دالله ، دالله درسول درضا لپاره دالله دبندګانو سره په خدمت ، مرستو او ښو اخلاقو لار غوره کړيده هغه په دې او هغه دنيا (عقبى) کامياب وي دپرهيزګارو بندګانو ( صوفيه کرامو) په باب مولانا روم فرمايي : آنکه بر افلاک رفشارش بود ، بر زمين رفتن چه دشوراش بود .
يا صوفي شاعر عبدالرحمن بابا فرمايي :
چې په يو قدم تر عرشه پورې رسي
ما ليدلى دى رفتار ددرويشانو
صفاء : صفه هغه ځاى ته ويل کيږي چې دځمکې څڅه يو څه لوړوالى ولري يا پرې دپاسه ناسته کيږي او يا دومره لوړوي چې پاسه ناستى ترڅنګ ئې څوک سپورى ته هم کښناستلاى شي لکه په نبوى مسجد کې به چې ذاکرين فقيران او درويشان  به صوفه کښناستل رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ورته داصحاب صفه لقب ورکړ له هغې ورځې چې په مسجد نبوى کې يو شمير صحابه کرام نبى کريم صلى الله عليه وسلم د ذکر ، تقوا او عبادت له امله په صفه لقب ورکړ له هغې ورځې چې په مسجد نبوي کې يو شمير صحابه کرام نبى کريم صلى الله عليه وسلم د ذکر ، تقوا او عبادت له امله په صفه ملقب کړل دهغې ورځې عبادت کوونکو ، پرهيزګارو ، ذاکرينو او د شريعت په لار برابر کسانو ته صوفيان ويل کيږي په اسلامي تاريخ کې دصوفي تعريف پر صفه ناستو صحابه کرامو څخه کيږي چې ذاکرين او عبادت کوونکى ترې هدف دى .
١- صفاء او صفوه دواړه داسې کلمي دي چې له هر څه څخه پاک ته ويل کيږي مانادا چې دصوفي کلمه دلته پوره روښانه ده کله چې يو عبادت کوونکو له ټولو ګناهونو ځان وساتي او دالله عبادت وکړي هغه له ټولو پر يو پاک وي دتصوف دپاکى لارې يو شمير مخالفت کوونکى وائې چې تصوف دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم په وخت کې وجود نه لاره او اوس را پيدا کړل شوي دى دهغوى لپاره همدا جمله يا تير ياد تعريف بسنه کوي چې صفا دپاک مانا ورکوي دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم لارښووونه صحابه کرامو ته همدا وه چې ځانونه له بديو او ګناهونو وساتي دالله عبادت وکړي او پاک ژوند وکړي دا خپله دحضور کرم صلى الله عليه وسلم  دوخت موجودتيت دي چې دصوفي کلمه صوفي ته منسوب شويده .
صوفي يا تصوف له ټول بديو ، بداخلاقيو شيطاني اعمالو ، تکبر ، کينې ، بخل ، غفلت ، غلطو ګمانونو ، ريا حرص څخه ځان ساتنى او دنيکو اخلاقو ، صبر ، قناعت ، په الله دتوکل او پرهيزګارۍ لاره غوره کولى دغه ډول ژوند داصحاب کرامو ؤ چې دا خپله دتصوف دلارى دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم دوخت موجوديت دي اسلامي تاريخپوهان ليکلى چې تصوف د ٢٠٠ هـ را وروسته شهرت موندلى دي او لومړى شخص چې په صوفى نومول شوى ابوهاشم ؤ چې په کوفه کې زيږيدلى او په ١٥٠ کې وفات او ټول ژوند ئې په شام کې تير کړى ؤ مونږ يادونه وکړه چې تصوف دځنې تاريخپوهانو په نظر ٢٠٠ هـ کې شهرت موندلى خو تعريف او تشريح ئې چې ورته ورکړى ذوالسنون مصري ؤ داد امام مالک رح شاګرد په ٢٢٥ هـ کې وفات شويدى وروسته له هغه چې تصوف شهرت وموند بيلا بيلو بابونو ته ئې اړتيا وليدل شوه ددې اړتيا پوره کيدلو لپاره جنيد بغدادي رح چې په ٣٣٤هـ کې وفات شويدى په پوره اخلاص کار وکړ او دومره خدمت ئې وکړ چې ټوله اسلامي نړۍ کې ئې شهرت وموند بې له هغې صفې چې په نبوي مسجد کې پرې صحابه کرام ناست او ذکر به ئې کاوه نورو صحابه کرامو هم ذکر کړيدى خو ددايرى په شکل چې ذاکرين راغونډ شويدى په لومړى ځل عبدالواحد بن زيد چې په ١١٧ هـ کې وفات شوى حسن بصرى ياد کړيدى په نورو هېوادونو او ښارونو کې تصوف دومره شهرت نه درلود لکه په بصر کې چې ئې درلود ځکه دبصرى اوسيدونکى تر نورو مسلمانانو زيات عبادت کوونکى ، ذاکرين او تقوا دار وو هغه وخت به دفقې دعلم نسبت کوفې ته او د تصوف نسبت به بصرى ته کيده چې په اسلامي نړۍ کې کوفيانو په فقيانو او بصريانو په صوفيانو شهرت موندلې ؤ هغو کسانو چې له نبى کريم صلى الله عليه وسلم څخه ئې اسلامي زده کړې صحابه کرام بيا چې دنبى کريم صلى الله عليه وسلم لارښوونې او ديني علوم ئې د صحابه کرامو څخه تابعينو او بيا تبع تابيعنو تر مونږه اسلامي علوم لکه نحوه ، صرف ، بلاغت ، علم التفسير ، علم فقه علم سلوک علم تصوف او نور شرعي علوم را رسولي يو ئې دتصوف علم دى چې دا علم په شرعيت برابر  يو پاک علم دى چې په دنيا او عقبى کې پدې په عمل کاميابي موندل کيږي همدا لامل دى چې تصوف ته تصوف ويل کيږي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*