سلطان مسعود چې شمال ته لاړ

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

 

چې زمونږ ځان ملک او مال خوندي دي ښه خواړه لرو او سم خوب کوو خداى دې تل مونږ له داسې دولت سره ولري

سلطان مسعود چې شمال ته لاړ بېلا بېل ترک قومونه ، قدرخان او سلجوق ورته راغلل بې له دې چې يو تن ووژل شي کارونه سم شول افغانانو داسې دولت درلود .

اوس امريکا او اروپا ته ګورئ چې يواځې بمونه دي اووژنه ده  نو افغانان حيران پاتې دي مفسدين پر فساد اخته دي او دوى سره ددوى باداران نه پوهيږي چې څه وکړي . ؟

شايسته سالاري نه شوه هماغه زاړه داړه ماران دي .

همدوى غلط راپورونه ورکوي بيا يې پنځۀ ديرش کسان د دوه کورنيو ووژل چې ښځې او ماشومان ول که چيرې روان واى دسلطان مسعود او حامد کرزى پرتله به مو کړې واى خو تر دې مهاله پر قاعده التاريخ څوک پوه نه شول څلور خبرې اروپايي چې ښکته پورته ويل کيږي دقاعدة التاريخ له مخې دا ورځې هم ځي اود دوى مستي تيريږي چې اوس يې نخښې څرګندې شوي د روسيې د دفاع وزير هم ويلي وه چې نوې روسيه دنجيب الله حکومت يواځې نه پريږدي قاعدة التاريخ بيا هغه ورځ راوسته چې دامريکې خارجه وزيره کابل ته راغله او کرزي ته يې ډاډ ورکړ

کرزي په بغلان کې وويل امريکايانو په خپلې الوتکې کې راوستم ده فکر کاوه داخبره په خلکو ښه لګيږي افغانان له دې خبرو کرکه کوي دا د ناميړنتوب خبره ده دا به په تاريخ کې يوه بيله بېلګه وي

مېړانه او عدالت دافغان ملي فلسفه ده چې دګرشاسب بابا له مهال چليږي نو

څو چې داځمکه آسمان وي

څو چې ژوند په دې جهان وي

څو چې دا جهان ودان وي

څو چې پاتې يو افغان وي

تل به دا افغانستان وي

 

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*