د راز او نياز تصوف

س ، سيرت

تصوف ته ولې تصوف وايي ؟

١٧ برخه

هر هغه عبادت ، فکر ، عقيده او ژوند چې يواځې او يواځې دالله پاک ځان وتړى او نه ځان دڅه مالک وګرځوي دژوند لاره وګرځول شي نه بنده بې له الله دبل چا پورې ځان وتړي او نه ځان دڅه مالک وګرځوي خپل ځان مال او په دنيا کې دهرڅه مالک يواځې الله وګڼى دى لارې ته دتصوف لار او تصوف ويل کيږئ يا صوفي هغه چاته ويل کيږي چې بې له الله پاک په هر حالت کې ددنيا دعارضي توان لرونکى بې توانه ويلى او الله پاک په هر قادر ، ليدونکى او اورونکې ويلى يا هغه چاته صوفي ويل کيږي چې يواځې او يواځې دالله رضا ئې مقصد وي ددنيا چارې ددنياوى ژوند وسيله وبلې خو په حقيقت کې ددنيا او عقبى ژوند ټوله کاميابى دالله په رضا کې وګڼي امام غزالي رحمت الله عليه فرمايي :
هغه څوک چې دنفسي خواهشاتو ، عارضي دولت ، بدو اخلاقو او ګناهونو څخه ځان وساتي دالله ذکر له اخلاصه دژوند لار وګرځوي
دالله دبندګانو سره دالله درضا لپاره مينه وکړي هغه ته صوفي ويل کيږي .
ابوالحسن نوري وائي صوفيان يو قوم او ډله ده چې زړونه يې دالله تعالى په ذکر سره پاک کړي دى دنياوي او نفسي خواهشاتو په طوفان کې دلاهو کيدو نه ئې ځانونه په عباداتو او نيکو اخلاقو ژغورلي وي الله تعالى ددواړو جهانونو مالک ځان او مال مملوک بلي .
تصوف ته ځکه تصوف ويل کيږي چې دالله پاک په اسماني کتاب قرانکريم کې دمسلمانانو لپاره دژوند تېرولو ليارى ښودل شويدى چې څرنګه دالله دبندګانو مسلمانانو او غير مسلم سره ژوند وکړى داجتماعي ژوند او عدالت لپاره دقرانکريم په مبارکو اياتونو او احاديثو کې ښودل شوى لارې په ځان او ټولنه کې عملي کړي صوفي بايد دنياوي خواهشاتو او دنياوي عارضي شان او شوکت څخه ځان ګوښه کړي دالله عبادت لپاره ګوښتوب غوره کړي داسې ګوښتوب چې دځان او ټولنې ټولې مالې او معنوي ګټې په نظر کې وساتي دنياوي ګټې دخپل ژوند او نورو مسلمانانو سره دمرستې په معنوي ګټې دټولنې دپرمختګ او اصلاح لپاره هدف وګرځوي ځکه ديوه عبادت کوونکي ياد الله پرهيزګار بنده لپاره دراز او نياز دتصوف لاره پدې غوره شوې چې دځان د اصلاح ترڅنګ دټولني اصلاح ته ژوند وقف کړي په نورو علمونو کې دخپل ځان لپاره ګټي په نظر کې نيول شوي وي خو په راز نياز تصوف کې د ټولنې يانې داسلامي شريعت په رڼا کې بايد د ټولې اسلامي ټولنې دغوره ژوند فکر وساتل شي نور مسلمانان هم بايد نيکو اخلاقو او پرهيزګارۍ ته راوبلل شي دتصوف په اصولو کې مهم اصل دادى چې ځان او ژوند بايد دنورو په اوږوبار نکړل شي بايد دنورو دژوند دکړاوونو بار په خپلو اوږو پورته کړل شي چې ټولنه داسلامي شريعت په رڼا کې په هر اړخيزه توګه پرمختګ وکړي هغه ټول وسايل بايد په کار واچول شي چې مسلمانان په دې پرمختګ کولاى شي هغه ټول علمونه ديوې اسلامي ټولني لپاره اړين دي چې داسلام او مسلمانانو ددښمنانو مقابله او د ځان او عقيدې دفاع په دې کيدى شي دتصوف لمن پراخه ده يواځې دځان دکاميابى نه بلکې دټولې اسلامي نړۍ کاميابى ئې هدف دى په پنځمه اوشپږمه هجرى کې چې دنورو اديانو پيروانو دتصوف لار وپيژندله او ډلې ډلې مسلمانان شول لامل ئې داؤ چې دتصوف لمن يې پراخه وليده صوفيان دالله په کتاب قرانکريم په کامله عقيده عمل کوي او په قرانکريم کې دکامل ژوند لارښوونه شويده په نورو اديانو کې هم لکه دمخه چې وويل شول تصوف وجود درلود خو د نورو اديانو او اسلامي تصوف ترمنځ توپير شته هغه دا چې دنورو اديانو تصوف دهغه اديانو په عقيده و کړنلاره خواسلامي تصوف دقرانکريم په احکامو چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کې پدې عمل کيده او په سالمه توګه په صوفيا کرامو دالله تعالى ذکر او عبادات دقرانکريم او احاديثو په رڼا کې کول لکه ابوذر ، حذيفه ، اويس او صهيب رضى الله تعالى عنهم چې په زهد او تقوا کې ئې شهرت موندلى ؤ .
تصوف ته پدې تصوف هم ويل کيږي چې يوه ريښتونى بنده تل دالله تعالى ذکر او عبادت کوي دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم له ژوند وروسته دتابعينو په وخت کې هم تصوف موجود ؤ بيا دتبع تابعينو په وخت کې هم ؤ او هغه څوک به چې دالله په عبادت مشغول ؤ له ګناهونو بۀ ئې ځان ژغوره دالله بندګانو سره به ئې دالله درضا لپاره مرسته او نيکى کوله صوفي به ورته ويل کيده مانا دا چې يونيک بنده چې دعلم او پوهې اسلامي رواياتو ، شرعي احکامو ، ايماني رڼا ، نيکو اخلاقو او ټولو ګناهونو څخه دځان ساتنې ژوند غوره کړي دې لارى ته تصوف ويل کيږي داهم بايد روښانه شي چې دصوفي کلمه ولې صوفي دلالت کوي ؟ يا تصوف ته ولې تصوف ويل کيږي ؟
دصوفي کلمه له صوف ، صفه ، صفوه او صفا څخه اخيستل شويده چې مونږ ئې لومړى دصوف مانا په ګوته کوو صوف وريښمو ته ويل کيږي هغه څوک چې وريښميني لباس استعمالوي صوفي ورته وويل شي خو صوفيان ته به پخوا ځکه صوفيان ويل کيدل چې دالله نيکو او پرهيزګارو بندګانو بۀ وريښمين لباسونه اغوستل او په يوه ګوښه ځاى کې به يې دالله عبادت کاوه له هغه وخت ورته صوفيان ويل کيږي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*