بارنټ روبین: د کورونا د افغان سولې هڅې لا پېچلې کړې

د افغان چارو امریکايي کارپوه بارنټ روبین وپلي دي، د کورونا ویروس خپرېدو د افغان سولې هڅې لا پېچلې کړې دي.

دنوموړي پر خبره د افغانانو خپلمنځي خبرې لکه چې د طالبانو او امریکا تړون کې ټاکل شوې دي، په نږدې را تلونکې کې ناشونې ښکاري

د هغه په خبره، لګول شویو محدودیتونو ته په پام لا هم معلومه نه ده چې قطر د دې خبرو کوربتوب او منلو ته چمتو دی که نه؟

“ان په ناروې کې چې د افغانانو خپلمنځي خبرو د کوربه هېواد په نوم یادېږي د کورونا له امله په کې عمومي ناستې منع شوې دي”.

د “څنګه افغان سولې بهیر کې د کورونا ویروس لاسوهنه ودروو” په نوم لیکنه کړې ده.

نوموړی دې لیکنه کې واشنګټن کې د مسوولانه حکومتولۍ لپاره انسټیو کوېنسي په نوم د یوې څېړنیزې موسسې له خولې زیاتوي:”د افغانانو خپلمنځي خبرې لکه چې د طالبانو او امریکا تړون کې ټاکل شوې دي، په نږدې را تلونکې کې ناشونې ښکاري”.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*